تازه خبرونه
د ننګرهار په دولتي ښوونځیو کې د راستنو شویو افغان زدهکوونکیو د ثبت بهیر پیل شو
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ويلې؛ له پاکستان څخه په جبري ډول د رایستل شویو افغان زدهکوونکیو لپاره د زدهکړې د بهیر د برابریدو لړۍ پیل شوې ده.
د ننګرهار پوهنې ریاست په انګړه کې له پاکستان څخه د راستنو شویو افغان زدهکوونکیو د ثبت لړۍ پیل شوې او راستانه شوي افغان زدهکوونکي خوښ دي، چې د زدهکړو د دوام لپاره يې ثبت او راجستر روان دی.
د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وايي؛ له پاکستان څخه د جبري راستنو شویو کورنیو هغه زدهکوونکي به په دولتي ښوونځيو کې جذب شي، چې له راستنېدو سره یې زدهکړي نیمګړي پاتي شوې دي.
فرهاد احمد ستانکزي زیاته کړې؛ دوی یې لومړی ثتبوي او وروسته له ازموینې به د خپلې سويې اړوند ټولګیو کې زدهکړې پیل کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په جبرې ډول د افغان کډوالو کورنیو له پراخې راستنېدنې سره يې په تورخم کې هم د زدهءکوونکیو ماشومانو نوملیکنه کړې او هم په هېواد کې د زدهکړو لپاره يې عامه پوهاوي هم ورکړي دی. له هلکانو وراخوا بیا د يو شمېر راستنو شویو کډوالو نجونې زدهکوونکې له دې وړاندې په ښوونځيو کې شاملې شوې دي. دوی خوښ دي، چې په هېواد کې ورته د زدهکړو زمینه برابره شوې او دا لړۍ روانه ده .
د یادونې ده، چې له پاکستان څخه په جبرې ډول د افغان کډوالو کورنيو د راستنېدو لړۍ اوس هم نهده درېدلي او هر ورځ لسګونه کورنۍ د ډيورنډ پر فرضي کرښه د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي.