تازه خبرونه

د ننگرهار پرامنیه قومندانۍ د طالبانو په ډله ییز برید کې ۲۳ تنه ټپیان شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دننگرهارپرامنیه قومندانۍ دوسلوالو طالبانو ډله ییز برید د اته پولیسو اوپېنځلس ملکي وگړو په ټپي کیدو پای ته رسیدلی.

امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه شاوخوا یوولس بجې شپږ برید گرو، چې پرځانمرگو واسکتونو اووسلو سمبال ول دننګرهارپرامنیه قومندانۍ  وسلوال برید وکړ.

دننگرهارامنیه قومندان جنرال فضل احمدشېرزاد وايي بریدگرو لومړی دقومندانۍ پر یوه قرول کې  چاودنې وكړه  او څلور تنه امنیه قومندانۍ ته دننه شول.

نوموئی زیاتوي، څلور بریدگرو پوره دوه نیم ساعته جگړه وکړه، چې په ترڅ کې یې اته پولیس ټپیان دي،پېنځه بريدگر وژل شوي او يو په ټپي حالت كې نيول شوى دى.

جنرال شېرزاد په ډاگه کړه؛ لومړنیو پلټنو ښودلې، چې دا برید د پاکستان استخباراتي شبکې تنظيم  کړی و.

د نوموړي په وینا؛ دا به دای اس ای وروستی دغه ډول برید نه وي.

روغیتايي سرچینې وايي، روغتون ته  پېنځلس ټپيان وروړل شوي، چې ښځې اوماشومان هم په کې دي.

د پېښې عیني شاهدان او ځايي اوسیدونکي وایي، د چاودنو له کبله د لسگونه کورونو ښیې او دروازې  هم ماتې شوي دي.

وسلوالوطالبانوددې بریدمسوولیت په غاړه اخستی.

طالب ویاندذبیح الله مجاهد وايي، دبریدپرمهال په امنیه قومندانۍ کې د کورنيو اوبهرنيو سرتېرو یوه مشورتي ناسته روانه وه.

خبریال: رحمت الله زیارمل.

Trending

Exit mobile version