تازه خبرونه
د نورستان په دواب ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته ۵ ورځنۍ شوه
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2016/11/vlcsnap-2016-11-24-10h49m41s47.jpg)
د نورستان پهدواب ولسوالۍ کې له۵ورځو راهیسېد وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
د نورستان سرپرست حافظ عبدالقیوم وایي، تېر ماښام طالبانو ته په دې ولسوالۍ کې تلفات هم اوښتي دي. هغه زیاتوي، په دې نښتو کې درې طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
نوموړي په وینا؛ طالبانو پر یوه کور راکتي برید کړی، چېپه کې یوه ښځه او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې نښتو کې خپلې غاړې ته د اوښتې مرګ و ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2020/09/ATNNewsNewLogo2020.png)
تازه خبرونه
د جرمني پولیسو یو افغان له برید وروسته پر ډزو وواژه
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/German-police.png)
د جرمني پولیسو د شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په ختیځ کې یې یو افغان له هغې وروسته پر ډزو وواژه، چې خپل یو هېوادوال یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.
د اسوشیېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې؛ په دې پېښه کې دغو درې ټپي کسانو د برید پر مهال د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال سیالیو د پرانستونکې لوبې ننداره کوله.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ برید کوونکی ۲۷ کلن و، چې د جمعې پر مازیګر یې په ویلمیراشت ښار کې لومړی پخپل ۲۳ کلن هېوادوال د چړې کوزارونه وکړل.
دغه سړي بیا درې آلمانبان په داسې حال کې ټپیان کړل، چې د یوه کور په حویلی کې یې د جرمني- سکاټلنډ د فوټبال لوبې ننداره کوله؛ د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې ښودل شوی دی.
پولیسو ویلي، چې دغه کس پر پولیسو هم برید کړی دی؛ دوه پولیس افسرانو پرې ډزې وکړې او هغه په روغتون کې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
تر اوسه د دغه برید انګیزه معلومه نده.
د آلمان د ساکسن – انهالټ ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ایالت کې د پولیسو حضور ډېر شوی دی.
تازه خبرونه
له ټولې نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو- د اسلامي امارت رهبر
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2023/06/IEA-leader-1.jpg)
د لوی اختر په درشل کې د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبة الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام ویلي، چې لنډمهالي حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګولو غوښتونکی دی.
نوموړي په دې اړه ویلی: اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ترسره کړی دی.
د اسلامي امارت مشر له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ساتنه او خدمت وکړي.
د پیغام په یوه برخه کې راغلي، چې واک ته له رسېدو وروسته اسلامي امارت د ټولو افغانانو امنیت او حقوق خوندي مړي، اسلامي شریعت پلی دی او د هېواد له خاورې ساتنه کیږي.
نوموړي په دې اختریز پیغام کې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو د پرانستې په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ديني مدرسو د پراختيا په برخه کې د لازمو تدابير له نيولو ډاډ څرګند کړې دی.
دغه راز نوموړي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د سیلابونو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده.
همدا راز د اسلامي امارت رهبري پلاوي د هېواد له سوداګرو وغوښتل، چې له زیانمنو شویو سره له هر ډول همکارۍ او مرستې څخه ډډه ونکړي.
تازه خبرونه
په کابل کې د یړک غاړې خوړو په اړه ځانګړی راپور
-
سوداگري4 days ago
له یوه ایراني شرکت سره د تېلو پر معیاري چاڼخونې خبرې وشوې
-
تازه خبرونه5 days ago
له ۸۰ ډېر افغانان پاکستان ته د ناقانونه اوښتو پر تور ونیول شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په کویټ کې د اورلګیدنې له کبله ۴۹ کارګران مړه شوي
-
لوبی3 days ago
هند له امریکا لوبه وګټله او د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهیم پړاو ته یې ګام پورته کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
د پوهنې وزارت چارسمبالي د پوهنې وزيرانو دوهیم نړيوال فورم ته وينا وکړه
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
له شپږم پورته د نجونو د زدهکړو له ځنډېدا ۱۰۰۰ ورځې بشپړې شوې
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانۍ ارزښت او په بانکونو کې د پیسو کچه مخ پر ښه کېدو ده – د افغانستان بانک