روغتيا
د نړۍ نیمايي وګړي د دینګي تبې له خطر سره مخ دي – د روغتیا نړیواله ټولنه
د روغتیا نړیوالې ټولنې د جمعې پر ورځ څرګنده کړې؛ د دینګي تبې پېښې به سږکال خپلې لوړې کچې ته ورسیږي او یو لامل یې د نړۍ د تودوخې زیاتوالی دی، چې له ویروس لېږدوونکیو ماشو سره مرسته کوي.
د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ په ټوله نړۍ کې د دینګي ناروغۍ کچه مخ پر ډېریدو ده او راپور شوې پیښې له ۲۰۰۰ کال راپدیخوا اته چنده ډېرې شوي او په ۲۰۲۲ کې به ۴ اعشاریه ۲ میلیون خلکو ته ورسیږي.
د سودان د روغتیا وزارت د مارچ میاشتې د راپور له مخې؛ دا ناروغي په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هېواد په پلازمېنه خرطوم کې وموندل شوه. په داسې حال کې، چې اروپا د قضیو د زیاتوالي راپور ورکړی او پیرو په ډېري سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د جنورۍ په میاشت کې د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړ، چې دینګي تبه په نړۍ کې د تودو سیمو ترټولو ګړندۍ وده کوونکی ګواښ دی.
د نړیوالې روغتیا ټولنې د تودوخې ناروغیو د څارنې څانګوال رامان ویلیودان خبرداری ورکړی، چې د نړۍ نیمایي وګړي د دینګي تبې له خطر سره مخ دي.
هغه وایي: په ۲۰۱۹ ز. کال کې د روغتیا نړیوالې ټولنې ته د یوه رارسېدلي راپور له مخې په ۱۲۹ هېوادونو کې ۵ اعشاریه ۲ میلیون پېښې ترټولو لوړې کچې ته رسیدلي. سږکال نړۍ له څلور میلیون څخه د زیاتو خلکو د اخته کیدو په درشل کې ده، چې ډېري یې په آسیا کې له موسمي بارانونو سره تړاو لري.
هغه وایي، چې اوس په امریکا کې نږدې 3 میلیون پېښې راپور شوي او بولیویا، پاراګوای او پیرو ته د خپرېدو اندېښنه هم رامنځته شوې ده.
ارجنټاین، چې په وروستیو کلونو کې یې د دینګي تر ټولو بدې پېښې تجربه کړې، د یو لړ وړانګو پر کارولو د ماشو DNA ځنګله ته له خوشې کولو مخکې شنډوي.
ویلیودان ویلي: د امریکا سیمه یقیناً په بد حالت کې ده او مونږ هیله لرو، چې آسیا سیمه به یې وڅاري.
د روغتیا نړیواله ټولنه وايي، چې د ناروغۍ راپور شوي پېښې، چې تبه او د عضلاتو درد رامنځته کوي؛ په ټوله نړۍ کې یوازې د یوې کوچنۍ برخې د اخته کېدل ښیي؛ ځکه، چې ډېري پېښې نښې نهلري. دا ناروغي له یو سلنې څخه په کمو خلکو کې وژونکې ده.
ویل کیږي، چې توده هوا د ماشو په تکثیر کې چټکه مرسته کوي او ویروس ته زمینه برابروي، چې په بدن کې ورته د تکثیر وس ورپر برخه کړي.
ویليودان د توکو او خلکو د لېږد رالېږد زياتوالى، ښاري کېدل او د روغتيا په برخه کې ستونزې د دې زياتوالي د نورو لاملونو په توګه يادې کړي دي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د ځمکې په شمالي نیمه کره کې د تودوخې څپې څنګه د دې ناروغۍ په خپرېدو اغېزه کوي؛ وویل: دا اوس وختي ده، چې څه پرې ووایو.
هغه څرګنده کړې، چې د تودوخې ۴۵ درجه باید ماشې له تکثیر مخکې ووژني؛ خو دا ماشې ډېر هوښیارې دي او کولی شي د اوبو په زیرمو کې تولید وکړي، چې تودوخه په کې ډېره لوړه نه وي.