تازه خبرونه

د نړۍ ۱۲ هېوادونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۹, ۱۴۰۲)

د سې شنبې پر ورځ د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه د البانیا، بلجیم، کیپ ورد، کوستا‌ریکا، کروشیا، دنمارک، فرانسې، جرمني، لیختینشتاین، لوګزامبورګ، مالتا او هسپانیې په ګډون په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض سیستماتیک حل تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

د دې غونډې د ګډونوالو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې په ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز بشري مرستې او اړینې چارې اغېزمنوي او د میلیونونو افغانانو په ځانګړي توګه د هغو ښځو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، چې د کورنۍ مشري ورپرغاړه ده.

د اعلامیې پر بنسټ، د اسلامي امارت هغه هڅې، چې د افغانستان له ټولنې څخه د ښځو د لرې ساتلو لپاره ترسره کیږي؛ په نړۍ کې بې سارې دي او اسلامي امارت باید ژر تر ژره دغه بندیزونه لرې او د بشردوستانه اصولو ساتنه وکړي.

د یادو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارت غوښتي، چې پر نجونو او ښځو تعلیمي محدودیتونه لرې او نادولتي موسسو، مدني ټولنو، د بشري حقونو مدافعینو، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکیو ته اجازه ورکړي، چې په ازاده توګه فعالیتونه ترسره کړي.

دوی دغه راز د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون ټولو افغانانو ته د یوه ټولګډونه سیاسي بهیر د پیل غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي؛ د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د زده‌ګړو او کار د حقونو خونديتابه ته ژمن دي.

Trending

Exit mobile version