نړۍ
د نیپال او چین په سېلابونو کې نږدې ۱۵۰۰ کسان نادرکه شول
دغه سېلابونه د چارشنبې پر ورځ له هغې وروسته را ووتل، چې د خټو او ډبرو یوه ستره کچه د اوبو یوې زېرمې ته ور ولوېده او د اوبو زورور جریان شاوخوا استوګنیزې سیمې او درې ونیولې.
د نیپال او چین چارواکو ويلي، د همالیا په اړوند سیمه کې د سختو سېلابونو له راوتلو وروسته نږدې ۱۵۰۰ کسان، چې شاوخوا ۸۰۰ یې بهرني وګړي دي؛ نادرکه شوي دي.
دغه سېلابونه د چارشنبې پر ورځ له هغې وروسته را ووتل، چې د خټو او ډبرو یوه ستره کچه د اوبو یوې زېرمې ته ور ولوېده او د اوبو زورور جریان شاوخوا استوګنیزې سیمې او درې ونیولې.
په نیپال کې مرستندویه ځواکونه د چورلکو په وسیله د نادرکه کسانو پر لټون اخته دي او زیانمنو سیمو ته بېړنۍ مرستې رسوي.
د پولیسو چارواکو ويلي، تر اوسه له ۱۶۵ ډېر کسان مړه شوي او ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.
د نیپالي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې له نادرکه شویو ۸۲۶ کسانو څخه نږدې ۶۰۰ بهرني وګړي دي. دغه کسان د ۲۰ هېوادونو اتباع دي، چې ۱۷۷ یې د هند، ۶۳ د امریکا، ۳۴ د اسټرالیا، ۳۳ د بریټانیا او ۲۵ د کاناډا وګړي دي.
د چین په تبت کې هم ۵۵۸ کسان نادرکه شوي، چې ۲۶۰ یې بهرني وګړي دي.
خپرو شویو ویډیوګانو ښودلې، چې د چین او نیپال پولې ته څېرمه د خټو، ډبرو او اوبو ستر سېلاب راوتلی او خلک، کورونه، موټرونه او سړکونه یې له ځان سره وړي دي.
یو ۶۸ کلن ژغورل شوي کس ویلي، چې هڅه یې کوله خپله مېرمن له کوره وباسي؛ خو د خټو زورور جریان هغه له ځان سره یووړه. نوموړی وروسته د چورلکې پر وسیله وژغورل شو؛ خو اوس هم د خپلې مېرمنې له برخلیک څخه خبر نهدی.
د زیانمنو کسانو د ژغورلو هڅې
د نیپال پوځ وايي، له ۵۰۰۰ ډېر سرتېري او پولیس د ژغورنې او د مړو د لټون لپاره بسیج شوي دي.
چورلکې زیانمنو سیمو ته خوراکي توکي، خېمې او نورې اړینې مرستې لېږدوي. هند هم د زیانمنو کسانو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې استولې دي.
د نیپال چارواکو په لومړیو کې اټکل کړی و، چې ښايي زلزله د یوه یخچال د یوې برخې د راپرځېدو او د سېلاب د راوتلو لامل شوې وي؛ خو د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي هغه څه، چې په لومړي سر کې د زلزلې په توګه راپور شوي وه، په حقیقت کې د ډبرو او یخ د راپرځېدا له کبله رامنځته شوی لړزېدنه وه.
چینايي چارواکو هم د ګېرونګ په سیمه کې د یوه جهیل د ماتېدو د خطر په اړه خبرداری ورکړی، چې دا موضوع ښايي د ژغورنې چارې ستونزمنې کړي.
ډېر نادرکه شوي کسان د کایلاش غره او ماناسروور جهیل د زیارت لپاره تبت ته تللي وه؛ هغه ځایونه، چې د هندوانو او بودایانو لپاره سپېڅلي دي.
امریکا اعلان کړی، چې د دې پېښې د زیانونو د کابو کولو لپاره یې ۵۰۰ زره ډالره مرسته ځانګړې کړې او یو مرستندویه سلاکار هم سیمې ته لېږي.
ملګرو ملتونو هم ویلي، چې په نیپال کې زیانمنو ټولنو ته د مرستې رسولو لپاره به مرستندویه کارکوونکي او تجهیزات ولېږي.
عیني شاهدان وايي، په ځینو سیمو کې کورونه او د سیند غاړې کلي په بشپړه توګه له منځه تللي او پراخې سیمې د خټو او ډبرو تر پوښښ لاندې راغلې دي.