سیمه ییز خبرونه

د هرات له لرغونو نو آثارو سره دې خواخوږي څرگنده شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هرات اوسيدونكي او د دغه ولايت فرهنگپال وايي:

هغو چارواكو، چې د نړۍ د فرهنگي ميراثونو په ليست كې يې د هرات د لرغونو آثارو شاملولو ته پاملرنه نده كړې، بايد عدلي ارگانونو ته معرفي شي.

دوى ټينگار كړى، چې:

د هرات د لرغونو څليو تر منځ د موټرو تگ راتگ به دغه لرغوني آثار زيانمن كړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنگ رييس وايي، چې:

د دغې ستونزې د حل لپاره به جدي گامونه پورته شي.

د هرات چارواكو په تېرو پېنځه كلونو كې دا ډاډ وركړى، چې د دغه ولايت د تاريخي منارو ترمنځ  تېر شوى سړك به د ترافيكو پر مخ وتړي، خو دغه سړك اوس هم په داسې حال كې پرانيستى پاته دى، چې بديل لار يې هم جوړه شوې ده.

د متخصصانو د شورا رييس محمد رفيق شهير او د هرات ځينې اوسيدونكي  پر مسوولينو تور لگوي، چې نه غواړي د هرات تاريخي آثار د نړۍ د فرهنگي ميراثونو په ډله كې شامل شي.

په داسې حال كې، چې د هرات مسوولينو څه موده مخكې خبر وركړ، چې د تاريخي منارونو تر څنگ تېرشوى سړك تړل شوى، خو د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رييس احسان سروريان وايي، چې:

دغه سړك به ډېر ژر وتړل شي.

د هرات اوسيدونكي وايي، چې:

هغه مسوولين بايد عدلي ارگانونو ته معرفي شي، چې د نړۍ د فرهنگي ميراثونو په ليست كې يې د هرات د لرغونو آثارو د شاملولو په اړه بې پروايي كړې ده.

د يادونې وړ ده، چې هرات له اته سوه د ډېر تاريخي او لرغونو آثارو د درلودلو له مخې  د افغانستان يو تاريخي ښار بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version