تازه خبرونه

د هرات په زلزله ځپلیو سیمو کې د توپان له کبله د بشردوستانه خدمتونو د رسولو چارې وځنډېدې

Published

on

(Last Updated On: )

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلیو سیمو کې د بشري خدمتونو ټول پروګرامونه، چې د پنجشنبې پر ورځ پیل شوي د سخت توپان له کبله ودرول شول.

سربېره پردې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، هغه کمپونه، چې د ژغورنې، روغتیا او سرپناه لپاره د افغاني سرې میاشتې له‌خوا جوړ شوي وه، ویجاړ شوي دي.

افغاني سرې میاشتي ويلي: افغاني سرې میاشتي د توپان پر مهال ۲۵۶ زلزله ځپلې کورنۍ له نبي رفیع کمپ څخه باباجي کمپ ته لېږدولي دي. له بده مرغه د افغاني سرې مياشتې يو شمېر کارکوونکي د سخت باد له کبله د زيانمنو شويو خلکو د ژغورلو پر مهال ټپيان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له کبله زرګونه کسان بې کوره شوي او ډېرو یې خپل ټول وسایل له لاسه ورکړي دي.

دغه راز د هرات په زلزلو کې تر دې دمه ۲۴۰۰ کسان مړه شوي او ۲۰۰۰ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version