Connect with us

تازه خبرونه

د هغو پوستو د انسجام چارې پیل شوي، چې ارزښت نلري- خوشال سادات

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وایي، لیرې پرتې پوستې زیان منونکې او د ځواکونو له تلفاتو سره مخ دي او له همدې کبله مو د هغو پوستو د انسجام چارې پیل کړي، چې ارزښت نلري.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال خوشال سادات وایي؛ د هغو سیمو د امنیت ساتنې لپاره د ملي پوځ له سیمه ییزو ځواکونو سره د پولیسو سیمه ییز ځواکونهو ګمارل شوي، چې له طالبانو پاکې شوې دي.

نوموړی وایي: پرېکړه وشوه، چې له پوځي ارزښته بې برخې لیرې پرتې پوستې له سترو مرکزونو سره یوځای شي او دا بهیر؛ ځکه روان ساتل شوی، چې پوستې پر سترو مرکزونو واوړي.

د سولې هڅو او جګړې په لړ کې امنیتي چارواکي او د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان د فاریاب په ګډون د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه ترسره کوي او د جګړې د ډګرونو امنیتي حالات ارزوي.

په افغانستان کې د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان سکات میلر ویلي؛ مونږ د فاریاب په ګډون د افغانستان له ټولو خلکو سره ژمنه کوو، چې په اړوند سیمو کې به ترې خپل ملاتړ روان ساتو.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي اردو د طالبانو د پرمختګونو د مخنیوي لپاره د طالبانو پر سنګرونو هوایي او ځمکني بریدونه ډېر کړي او تر څنګ یې د ځواکونو د تلفاتو د کمولو لپاره په سترو پوځي اډو کې د لیرې پرتو پوستو د ادغامولو لړۍ پیل کړې ده.

حکومت د جګړې په دې موسم کې له طالبانو درې ولسوالۍ بېرته ونیولې خو د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره د پوځ سیمه ییز ځواکونه د پولیسو له سیمه ییزو ځواکونو سره ګمارل شوي دي څو وسلوالو مخالفینو ته لوی ګوزار ورکړي.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال  یاسین ضیا ویلي، چې د پاکو شویو سیمو د ساتنې لپاره پروګرامونه جوړوو او بیا د دښمن د لټې لپاره هڅې کوو.          

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بیک ویلي؛ نامسوول وسلوال په ملي اردو کې جذب شوي؛ د ملي اردو د سیمه ییزو ځواکونو فعالیت اوس په غزني او فاریاب کې پیل شوی دی.

د سولې خبرو په پنځ(اوج) کې افغان دولت او طالبانو پوځي تحرکات پراخ کړي دي؛ حکومت ویلي، د طالبانو جنګي ماشین یې کمزوری کړی، خو طالبان هم دولت ته د درانه زیان اوښتو خبره کوي.

تازه خبرونه

بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلام‌آباد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلام‌آباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.

احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.

هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.

هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل 

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.

 د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولت‌آباد ولسوالیو کې راوتلي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.

ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي. 

Continue Reading

تازه خبرونه

له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.

د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.

دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.

د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې له‌خوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.

په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!