تازه خبرونه

د هلمند مرکز لښکرګاه د سقوط له ګواښ سره مخ شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګاونډ کې د يکشنبې له شپې راهیسې د وسلوالو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې رامنځته شوې دي.

د هلمند د ولايتي شورا ریيس محمد کریم اتل وایي، که په را روانو۴۸ ساعتونو کې دې ولايت ته نورامنيتي سرتېري را ونه لیږل شي او ترڅنګ يې هوايي ځواک مرسته ونه کړي؛ ليرې نه ده، چې لښکرګاه ښار به هم د وسلوالو طالبانو ولکې ته ولويږي او نورې سيمې به هم له ګواښونو سره مخ کړي.

هغه وايي؛ د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او ترڅنګ يې په ۱۱ نقطو کې جګړه هغه لاملونه دي، چې د لښکرګاه سقوط شونی کولی شي.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وايي، چې په تېرو ۳۰ ساعتونو کې ۸۰ پوليسو ته مرګ و ژوبله اوښتې او اوس هم جګړه روانه ده.

ځينې باوري امنیتي سرچينې وايي، چې په تېرو۳۰ ساعتونو کې د لښکرګاه په ګاونډ نهر سرانج ، شاول او نادعلي کې ۲۲ پوستې سقوط شوې، جنګي وسايط تخريب او د وسلوالو لاس ته لويدلي دي.

که څه هم په دې ولايت کې امنيتي مسوولين په دې اړه څه نه وايي؛ خو د هلمند والي وياند عمرځواک وايي، چې د ځينو سيمو د بېرته نيولو له پاره د دوشنبې په شپه تدابيرنيول شوي او د ولايت سقوط ناشونی دی.

هغه د مرګ و ژوبلې بشپړ راپور نه لري.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version