تازه خبرونه

د هلمند ولایت ناوه ولسولې طالبانو ونیوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

که څه هم د هلمند ولايتي شورا وايي، چې د نوموړې ولسوالۍ او امنيه قومندانۍ ودانۍ وسلوالو طالبانو ترخپلې ولکې لاندې راوستې او اوس هم جګړه روانه ده؛ خو چارواکي وايي، چې تراوسه پورې وسلوال طالبان نه دي توانيدلي، چې يادو شويو ودانيو ته دننه شي. په داسې حال کې چې د هوايي ځواک ترڅنګ کوماندوځواکونه هم هغې ولسوالۍ ته رسيدلي دي.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ پرمرکزد دوشنبې په سهارشاوخوا پېنځه بجې جګړه پيل شوه.

 د هلمند د ولايتي شورا رييس وايي،  نن سهار وسلوال طالبان توانيدلي، چې د ناوې ولسوالۍ او امنيه قومندانۍ ودانۍ  ونيسي او كه يې هوايي ملاتړ ونشي ولسوالي به ټوله د وسلوالو طالبانو لاس ته ورشي. د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل وايي، په دې جګړه كې د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان احمدشاه سالم وژل شوى دى.

هغه زیاتوي؛ د تېرو شپږ ورځوراپه ديخوا د لښکرګاه په څلورمه اودرېيمه حوزه کې جګړه روانه ده،چې د دې حالت کابو کولو ته د مرکزي دولت بشپتړ ملاتړ ته اړتيا ده.

د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي، چې په ناوه ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو سرې قطعې بريد کړی، چې سخته جګړه رامنځته شوې او دواړو خواووته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاتوي، چې دې ولسوالۍ ته د هوايي ځواک ترڅنګ د کوماندو تازه ځواکونه هم رارسيدلي او ولسوالي او امنيه قومنداني يې له سقوط څخه ژغورلي دي.

د هغه په خبره؛ د لښکرګاه په څلورمه او درېيمه حوزه کې هم امنيتي کمربندونه کلک ساتل شوي او په دې ټولو جګړو کې سلګونه وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د ولايت د رسنيو دفتر په ډاګه کړې، چې د ناوې په جګړه کې د وسلوالو طالبانو د سرې قطعې د قومندان مولوي شیرمحمد په ګډون ۴۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو هم  د دې ولسوالۍ او امنيه قومندانۍ د نيولو ادعا کړې ده.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version