تازه خبرونه

د هلمند په بست ولايتي روغتون کې د زيږون ۳۰ بستريزه ودانۍ جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند ولايت کې روغتيایي چارواکي وايي، په بست روغتون کې ۳۰ بستریزه ودانۍ په يوه پوړکې د بې سرحده داکترانو د ټولنې لخوا جوړه شوې او دې ته ورته نورې دوې ودانۍ ترکارلاندې دي.

په لښكرگاه كې د بست روغتون ریيس داکترنثاراحمد بارک وايي، چې وړاندې دوی د ماشومانود زيږون لپاره ۲۰ بستره درلودل؛ خو د دې ودانۍ په جوړيدو دا کچه۵۰ بستره ته لوړه شوه.

هغه وايي،د ديروغتون ټول خدمتونه په وړيا توگه ترسره کيږي او له همدې کبله يې مراجعين ډېرشوي، چې هره ورځ ۲۸۰ بېلابېل ناروغان د بست روغتون ته مراجعه کوي.

په افغانستان کې د بې سرحده داکترانو بهرنی مسوول داکتر حمزه وايي، مونږ له تېرو پېنځه کلونو په هلمند کې هڅې پيل کړې دي.

هغه وايي، چې دا ودانۍ د تېرو درې مياشتو په موده کې د ۲۵۰ زره امريکايي دالرو پر لگښت جوړه شوې ده.

د هلمند ځينې اوسيدونکي وايي، چې وړاندې د ماشومانود زيږون په برخه کې له ډيروستونزوسره مخ وو؛ خو اوس يې په بست روغتون کې ښه درملنه کيږي.

په دې ولايت کې د روغتيا د مسوولينو په وينا؛ نوموړي روغتون ۱۵۰ بستره درلودل، خو اوس دا کچه ۲۸۰ بسترو ته لوړه شوې او په معياري توگه وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

خبریال: نعمت الله زهير.

Trending

Exit mobile version