سیمه ییز خبرونه

د هلمند په گرمسير ولسوالى كې درې زره جريبه ځمكه له كرل شويو كوكنارو پاكه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د گرمسير ولسوالۍ امنيتي چارواكي وايي، چې:

كه څه هم په دې ولسوالى كې د كرل شويوكوكناروكچه ټيټه ده ،خو بيا هم د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو كې كرل شوي دي.

دوى دا هم وايي، چې:

له تېرو درې اوونيو راهيسې د دغه بوټي د مخنيوي لپاره جدي هڅې روانې دي، چې تردې دمه زرگونه جريبه ځمكه د كوكنارو له بوټو پاكه شوې ده.

د گرمسير ولسوالۍ امنيه كوماندان څارن حكمت الله حقمل وايي، چې:

په ياد پيل شوي كمپاين تر دې مهاله درې زره جريبه ځمكه د كوكنارو له بوټو څخه پاكه شوې او دا لړۍ اوس هم  د دې ولسوالۍ په هغو سيمو كې  روانه ده، چې كوكنار په كې كرل شوي دي.

د نوموړي په وينا:

د كرل شويو كوكنارو كچه د تېرو كلونو په پرتله كمه ده او خلك د عامه پوهاوي له لارې هڅول شوي، چې پخپله كرل شوي كوكنارله منځه يوسي.

هغه وايي، چې:

په دې ولسوالۍ كې له پوليسو سره د خلكوهمكاري د دې لامل شوې، چې وسله وال مخالفين د روان كمپاين د مخنيوي لپاره خنډونه رامنځته كړي.

په همدې حال كې د گرمسير ولسوال ايوب عمر وايي، چې:

له خلكو سره ژمنه شوې، چې د كوكنارو د نه كرلو په شرط به وزارتونو او مرسته كوونكيو ته د كرنيزو او نورو پرمختيايي پروژو د ترسره كولو وړانديز وشي.

گرمسيرد لښكرگاه لويديځ ته پراخه پرته ولسوالى ده، چې د دې ولايت زياتره غلې دانې له همدې ولسوالى څخه تر لاسه كيږي.

Trending

Exit mobile version