سیمه ییز خبرونه
د هند لومړی وزیر مودي اوکراین ته سفر کوي
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې ښايي مودي په روانه میاشت کې د اوکرراین پلازمېنې کیف ته سفر وکړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به اوکراین ته سفر وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ دا له روسیې سره د اوکراین له جګړې وروسته دې هېواد ته د هغه لومړنی سفر دی.
دا سفر په داسې حال کې پلان شوی، چې نریندرا مودي نږدې یوه میاشت مخکې په مسکو کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د دغه سفر جزئیات به وروسته ړاندې شي.
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې ښايي مودي په روانه میاشت کې د اوکرراین پلازمېنې کیف ته سفر وکړي.
لویدیځو پلازمېنو په ۲۰۲۲ ز. کال کې پر اوکراین له برید وروسته مسکو له بندیزونو سره مخ کړ؛ خو دوست هېوادونه یې لکه هند او چین ورسره سوداګریزې اړیکې پالي.
په راپور کې راغلي، هند پر اوکراین د روسیې د برید له تور لګولو ډډه کړې؛ ځکه مسکو یې ځانګړي پوځي عملیات بولي، خو له ګاونډ هېوادونو یې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د شخړې د حل غوښتنه کړې ده.
امریکا له روسیې سره د هند د اړیکو په اړه اندېښنې راپورته کړې. په ځانګړي توګه په داسې وخت کې، چې واشنګټن هڅه کوي له نوي ډیلي سره د چین پر وړاندې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
نوی ډیلی هڅه کوي له لویدیځ سره خپلې اړیکې ژورې او ورسره همهاله له پخواني ملګري روسیې سره هم اړیکې ټینګې وساتي.
سیمه ییز خبرونه
ایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.
امریکا او ایران په نیویارک کې له څو میاشتو نښتو او جګړې د پای ته رسولو لپاره پر لومړي ځل د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې پر لوړه کچه خبرې وکړې.
دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.
تر اوسه په خبرو کې له کومې ځانګړې پایلې خبر نهدی ورکړ شوی؛ خو ویټکوف له ناستې وروسته ویلي، خبرې« رغنده او هیلهبښونکې» وې او منځګړي به خپلې هڅې روانې وساتي.
ایراني چارواکو ویلي، عراقچي په دې خبرو کې د تهران شرطونه وړاندې کړي، چې ایران یې« د امریکا تېري کوونکي اقدامات» بولي. یعنې د ایران پر بېړۍ چلونې او شتمنیو د اغېز کوونکو اقداماتو لغوه کول.
دا خبرې یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال خبرداری ورکړي؛ که هوکړې ته ونهرسېږي واشنګټن کولی شي ایران« له منځه یوسي».
ترمپ دا درېساعته خبرې« ډېرې رغنده» وبللې؛ خو ویټکوف څرګنده کړې، چې د امریکا او ایران استازو په مستقیم او مخامخ ډول خبرې نهدي کړي، بلکې منځګړو د دواړو پلاوو ترمنځ تګ راتګ کړی او پیغامونه یې لېږدولي دي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ تازه اړیکې له هغو څو میاشتو نښتو وروسته رامنځته شوې، چې ایران، اسرائیل او امریکا په کې ښکېل ول؛ دغو نښتو د هرمزتنګي پر بېړۍ چلونې هم اغېز کړی دی.
هرمزتنګی په نړۍ کې د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه دی او له دې لارې د بېړیو په تګ راتګ کې ګډوډي د نړۍ د تېلو پر بازارونو هم اغېز کړی دی.
ایران ویلي: که د امریکا پوځي او اقتصادي فشارونه کم شي، چې د بحري کلابندۍ لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادول هم په کې دي؛ د دغه سټراټېژیکې اوبلارې د بېرته پرانیستلو امکان شته.
سره له دې، چې ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پیل شوې دي؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ اساسي اختلافونه هم پخپل ځای دي؛ په دغو اختلافونو کې د جګړې، د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو، په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې او په سیمه کې د امریکا د پوځي عملیاتو موضوعات شامل دي.
ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چارشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړي او تمه ده، چې په نیویارک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې روانې وساتل شي.
سیمه ییز خبرونه
ایران دې د حوثیانو وسلوال ملاتړ ودروي – د اووه هېوادونو ډله
د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د یمني حوثیانو بریدونه او په سمندري لارو کې پر ملکي بېړیو بریدونه غندلي دي.
د اووه هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو له ایران څخه غوښتي، چې په یمن کې د حوثیانو ملاتړ او هغوی ته د وسلو ورکول ودروي؛ ځکه دا چاره کولی شي د کړکېچ د زیاتېدا، د نړیوالې سوداګرۍ د ګډوډېدا او په سیمه کې د ډېرې بېثباتۍ خطر زیات کړي.
د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د یمني حوثیانو بریدونه او په سمندري لارو کې پر ملکي بېړیو بریدونه غندلي دي.
په خبرپاڼه کې له حوثیانو غوښتل شوي، چې د ملکي بېړیو پر وړاندې ټول پوځي اقدامات او ګواښونه سمدستي ودروي او پر ښه نیت سیاسي بهیر ته بېرته راوګرځي.
دغه خبرپاڼه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې خپره شوې ده.
سیمه ییز خبرونه
که ایراني مشران هوکړه ونهکړي، له منځه به ولاړ شي – ټرمپ
د فاکس نیوز یوه خبریال ویلي، ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې ورته ویلي، چې د ایران مشران باید هوکړې ته ورسېږي، که نه؛ نو له اقتصادي ړنګېدا یا له منځه تلو سره به مخ شي.
ایران او امریکا یکشنبه یو ځل بیا یو بل د سختو اقداماتو ګواښ وکړ. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران هوکړې ته ونهرسېږي؛ له اقتصادي ړنګېدا سره به مخ شي او یا به یې مشران له منځه ولاړ شي.
د فاکس نیوز یوه خبریال ویلي، ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې ورته ویلي، چې د ایران مشران باید هوکړې ته ورسېږي، که نه؛ نو له اقتصادي ړنګېدا یا له منځه تلو سره به مخ شي.
دې خبریال زیاته کړې، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په روانه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لپاره نیویارک ته د سفر پر تمه دی او ټرمپ ویلي، چې له هغه سره لیدنې ته چمتو دی.
ټرمپ د هغې نښتې پر مهال، چې د فبرورۍ پر اتهویشتمه د امریکا او اسرائیلو پر بریدونو پیل شوې، څو ځله د پوځي عملیاتو د پراخولو ګواښونه کړي؛ خو تر اوسه یې داسې اقدام نهدی کړی.
له دې مخکې د ایران د وسلهوالو ځواکونو مرکزي قومندانۍ ویلي وه، چې پر ایران هر نوی برید به د امریکا پر اډو او ګټو د پرلهپسې بریدونو پر بڼه غبرګون ولري او د واشنګټن سیمهییز متحدان به هم د جګړې ښکېل لوري وګڼل شي.
د غه راز د ایران پوځ ادعا کړې، چې د نوي برید لپاره د چمتووالي په اړه معلومات لري؛ خو د دغو معلوماتو جزئیات یې نهدي خپاره کړي.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه2 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ3 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه1 day agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول
