سیمه ییز خبرونه

د هوايي ځواك نشتوالى اوس هم د يوې تشې په توګه پاته دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي د فاع وزارت وايي، كه څه هم د تېرو يوولسو كلونو را په دېخوا د افغان ځواكونو د وړتياوو په لوړولو او ښه كولو كې د پام وړ كار شوى، خو د لېرې واټن ويشتونكي توغنديو او هوايي ځواك نشتوالى اوس هم د يوې تشې په توګه پاته دي.

د افغا نستان د ملي د فا ع وزير بسم الله محمد ي چي دچهار شنبي په ورځ ( د کب ۲۳ ) د افغا نستان ملي نظامي اكا ډمي څخه د محصلينو د فراغت په مراسمو كي وويل:

د افغانستان د ملي اردو د جوړښت او روزلو په برخه كې له تېرو يوولسو كلونو ډېرې هڅې شوې او ښې لاس ته راوړنې لري، خو د استخباراتو، هوايي ځواك او ليرې واټن ويشتونكي توغنديو نشتوالى د يوې لويې ستونزې په توګه اوس هم پاته دي.

هغه وايي، هيله لري، چې دا ستونزې هم هوارې شي.

نوموړي همدارنګه وويل، چې د هرې ورځې په تېريدو د ملي اردو مسئوليتونه نورهم زياتېږي او راتلونكي دوه كلونه د ملي اردو له پاره له ننګونو ډك كلونه دي،  چې بايد په ښه ډول يې سرته ورسوي.

د ملي دفاع وزیر همدارنګه وايي، ملي اردو بايد د را روانو ټاكنو امنيت د ټينګښت په برخه كې خپل ملي توب وساتي او ټولو خلكو ته په ټاكنو كې د ګډون زمينه برابره كړي.

ښاغلي محمدي همدا رازد دولت په وسله والو مخالفينو غږ وكړ، چې  جګړه د حل لاره نه ده او له جګړې دې لاس واخلي.

د هېواد د ملي پوځي اكا ډمي څخه د پنځم ځل لپاره ۲۷۵ كسان له څلور كلنيو پوځي مسلكي زده كړو وروسته فارغ شوي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې به د ملي اردو په ليكو كې په دندو وګومارل شي.

Trending

Exit mobile version