تازه خبرونه
د هوایي چلند خپلواکې ادارې سږ کال ۳ میلیارد و ۸۰۰ میلیون افغانۍ ترلاسه کړي
د هوایي چلند خپلواکه اداره د خپلو عوایدو له ډېروالي خبره کوي او وایي، په روان مالي کال کې یې د مالیې وزارت ته درې میلیارد او اته سوه میلیون افغانۍ سپارلي او دا له ټاکل شوې موخې ډېرې افغانۍ دي، چې تر لاسه شوې دي.
د هوايي چلند خپلواکې ادارې ویاند قاسم رحیمي وایي مونږه دعایداتي بنسټ په توګه وتوانیدو، چې د ماليي وزارت له ټاکلي هدف څخه ډېر عاید تر لاسه کړو. مونږه په روان کال کي ملي خزانې ته ۳ ملیارده او ۸۰۰ میلیو ن افغانۍ سپارلي.
د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وا يي، چې دعوا یدو د زیاتوالي یو علت په په د اخلي او نړیواله کچه د اقتصادي اړیکو ټینګښت د عوایدو د لو ړیدو سبب شوی.
د دې ادارې مسوولین ټینګار کوي، چې په راتلو نکي کې به د هوایي چلند اداره د نظام له اقتصادي بنسټو نو څخه وشمېرل شي.
داقتصادي چارو کار پوهان وايي، د هېواد ټولي ادارې د عوایدو د راټولو لو په برخه کې کافی اندازه ظرفیت لري او هغه پیسې، چي ترلاسه کیږي باید په ملي پرا ختیایي او پرمختیا يي پروژو ولګول شي؛ خو بو دجوي واحدو نه د اظر فیت نه لري.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي، عواید مو ټولي ادارې راټولوي؛ خو فساد، بیرو کراسي او په بو دجوي واحدونو کې د ظرفیت نه شتون خلک اند ېښمنوي، چي دا راټولیدونکي پیسې ولي نه لګول کیږي.
د اقتصادي چارو کارپوهانوپه اند؛ ټول بو د جوي واحدو نه باید د خپلو پرمختیايي بوجي د لګولو په اړه ملت ته معلو مات ورکړي.
د دوی په وینا؛ له یو کال راهسی د خلکو له تیلیفونونو پیسي ګر ځول کیږي، خو سرنوشت يي نه دي څرګند شوی.
د دوی د اړینو څرګندونو له مخې په لګښتونو کې رڼښت اړین دی.
خبریال: اسلم حجاب.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی