Connect with us

تازه خبرونه

د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې له سختو اورښتونو خبر ورکړ

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۹, ۱۴۰۲

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د رامنځته کېدو اټکل کړی دی.

د ترانسپورت وزارت د هوا پېژندنې ریاست د دوشنبې پر ورځ ( د غبرګولي اتمه) په ډاګه کړې، چې: د غبرګولي له اتمې تر نهمې به په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، بغلان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، غزني، میدان وردک، بامیان، دایکندي، پروان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې د د سختو اورښتونو او سیلابونو وړاندوینه شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې د څرګندونو له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دغه راز ویل شوي، چې په غور ولایت کې وروستیو سیلابونو د دغه ولایت اوسیدونکیو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.

د غور والي رسنیو د فتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ له بېلا بېلو ادارو څخه یو ګډ پلاوي د دې ولایت تیورې او پسابند ولسوالیو ته تللی او د سیلابونو له کبله اووښتي زیانونه یې له نږدې ارزولي دي.

د غور والي د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ د وروستیو اورښتونواو سیلابونو له کبله ۸۹۵ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۰۵ د اوبو څښلو څاګانې، چینې او کاریزونه زیانمن شوي او ۷۴ هټۍ ویجاړ شوې د.

په دې خبر پاڼه کې دا هم راغلي، چې ۳۲ کورنه سطحي ویجاړ شوي او همدارنګه ۱۹۴۲ میوه لرونکي او بې میوې نیالګي له منځه تللي، ۲۰۱ سربنده، ۱۴ پلچکه، ۵۵۹ د اوبو کوچنۍ زیرمې هم ویجاړې شوې دي.

دې پلاوي د خپلو ارزونو ټوله پایله د غور ولایت له سیمه‌ییزې ادارې سره شریکه کړې.

دا پلاوی د بېلابېلو ادارو له کارکوونکیو څخه جوړ شوی و، چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې یې د تیورې او پسابند په ولسوالیو کې خلکو ته اوښتي زیانونه ارزولي دي.

له دې مخکې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له کبله لږ تر لږه ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په ویدیوي څرګندونه کې په ډاګه کړې، چې ۳۴۱ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي، ۱۹۵۷۳ جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه ویجاړ دي.

د رحيمي د څرګندونو له مخې، د دغو پېښو له کبله په يادو ولايتونو کې ١٣٥٤ څاروي له منځه تللي دي.

د يادونې ده، چې دغه پېښې په کاپيسا، ميدان وردګو، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، لغمان، پکتيا، خوست، دايکندي او ننګرهار ولايتونو کې رامنځته شوې دي.

تازه خبرونه

د ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ لوړپوړی افغان پلاوی ایران ته ولاړ

د سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي، د ملا برادر د دفتر رییس عبدالله عزام او د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي برخې رییس حاجي حکمت شامل دي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی ایران ته ولاړ، چې د ایران د پخواني مذهبي رهبر آیت‌الله علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي، د ملا برادر د دفتر رییس عبدالله عزام او د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي برخې رییس حاجي حکمت شامل دي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې ایران د اسلامي جمهوریت په تاریخ کې د تر ټولو سترې دولتي جنازې د ترسره کولو جمتووالی نیسي. دا شپږ ورځني مراسم د ایران او عراق په څو ښارونو کې ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د ایران او اسرائیل د شخړې پر مهال د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې خامنه‌يي وژل شوی؛ خو د جنازې مراسم یې ځنډیني ترسره کېږي.

د مراسمو پیل به د تهران په مصلی عبادت‌ځای کې وشي او وروسته به د پلازمېنې له لارې د جنازې لوی لاریون ترسره شي. دغه مراسم به بیا د قم ښار ته وغځېږي او ورپسې به د عراق په نجف او کربلا کې هم ترسره شي. خامنه‌يي به د جولای پر نهمه د مشهد په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شي.

ایراني چارواکي اټکل کوي، چې په دغو مراسمو کې به میلیونونه کسان ګډون وکړي او یوازې په تهران کې د شاوخوا ۲۰ میلیون کسانو اټکل شوی دی. د پراخو امنیتي او لوژسټیکي تدابیرو ترڅنګ، د سپاه پاسداران او نورو امنیتي ځواکونو له لوري د خلکو د کنټرول چارې پر مخ وړل کېږي.

تمه ده، چې د پاکستان په ګډونه څو نور بهرني پلاوي هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي؛ خو د نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو مشرانو د ګډون جزئیات تر دې دمه تائید شوي نه‌دي.

د افغان پلاوي دا سفر د کابل او تهران ترمنځ د روانو ډیپلوماټیکو اړیکو ښه نښه ګڼل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې یې د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه نږدې تماسونه ساتلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان باید د منځنۍ آسیا د بدلونونو په څنډه کې نه، په زړه کې وي – واخابوف

واخابوف دغه څرګندونې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو په غونډه کې کړې دي.

Published

on

 

د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ رییس جاولون واخابوف ویلي، چې افغانستان باید د سیمې یو څنډنی هېواد ونه ګڼل شي، بلکې د منځنۍ آسیا د سیمه‌ییزو بدلونونو په رامنځته کولو کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه ونډه ولري.

واخابوف دغه څرګندونې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو په غونډه کې کړې دي.

دا غونډه د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز پر نوښت؛ د منځنۍ آسیا د هېوادونو، آذربایجان او افغانستان د فکري مرکزونو د رییسانو، کارپوهانو، دولتي چارواکو او د خصوصي سکټور د استازو پر ګډون جوړه شوې وه.

جاولون واخابوف، چې په تاشکند کې د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ مشري کوي ویلي، چې د افغانستان ثبات او اقتصادي بیا رغونه د منځنۍ آسیا له راتلونکي سره تړاو لري او افغانستان باید په سیمه‌ییزو بهیرونو کې د شریک او پرېکړه‌کوونکي رول ولوبوي.

هغه زیاته کړې، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ، د ټاپي د ګازو نل‌لیکه، د ټاپ برښنا لېږد پروژه او کاسا-۱۰۰۰ هغه مهمې سیمه‌ییزې پروژې دي، چې افغانستان کولی شي د ټرانزیټي لارې له رول څخه د سیمې په تولید، صنعت او اقتصاد کې پر فعال لوبغاړي بدل کړي.

د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ رییس د افغانستان په ګډون د اوبو او اقلیم په برخه کې د همکاریو لپاره د حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو پر جوړولو هم ټینګار کړی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د قوش‌تېپې کانال په اړه خبرې، د منظمو تخنیکي غونډو جوړول، د معلوماتو تبادله، ګډه څارنه، د طبیعي یخچالونو څېړنه او د ژر خبرتیا سیسټمونو رامنځته کول به د راتلونکو همکاریو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

چینايي کارګر د افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې جوړولو کار ته راستانه شول

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ز. کال په وروستیو کې د بنسټیزو ودانیو پر ډلو له خونړیو بریدونو او امنیتي اندېښنو وروسته د دې پروژې چارې درېدلې وې. هغه مهال د چین حکومت هم له خپلو وګړو غوښتي وه، چې سرحدي سیمې پرېږدي.

Published

on

اوراسیانټ رسنۍ راپور ورکړی، چې چینایي کارګر له څو میاشتو ځنډ وروسته د تاجکستان د دوشنبه–کولما لویې لارې د یوې برخې د جوړولو کار بېرته پیل کړی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ز. کال په وروستیو کې د بنسټیزو ودانیو پر ډلو له خونړیو بریدونو او امنیتي اندېښنو وروسته د دې پروژې چارې درېدلې وې. هغه مهال د چین حکومت هم له خپلو وګړو غوښتي وه، چې سرحدي سیمې پرېږدي.

اوراسیانټ لیکلي، چې تاجکستاني چارواکو بېجینګ ته د امنیتي ډاډ پر ورکولو د دې پروژې د بیا پیل زمینه برابره کړې او اوس د تاجکستان ځانګړي امنیتي ځواکونه د چینايي کارګرو امنیت ساتي.

په راپور کې راغلي؛ ټاکل شوې، چې د چین او تاجکستان امنیتي ځواکونه په سپټمبر کې ګډ پوځي روزنیزې هڅې ترسره کړي.

له دې مخکې دواړو هېوادونو د روان کال په می کې د «دوستۍ تړون» لاسلیک کړی و، چې د چینايي شرکتونو په ګډون یې د ۸ میلیارډ ډالرو پر ارزښت قراردادونو ته لاره هواره کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117