تازه خبرونه

د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې له سختو اورښتونو خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۲)

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د رامنځته کېدو اټکل کړی دی.

د ترانسپورت وزارت د هوا پېژندنې ریاست د دوشنبې پر ورځ ( د غبرګولي اتمه) په ډاګه کړې، چې: د غبرګولي له اتمې تر نهمې به په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، بغلان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، غزني، میدان وردک، بامیان، دایکندي، پروان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې د د سختو اورښتونو او سیلابونو وړاندوینه شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې د څرګندونو له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دغه راز ویل شوي، چې په غور ولایت کې وروستیو سیلابونو د دغه ولایت اوسیدونکیو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.

د غور والي رسنیو د فتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ له بېلا بېلو ادارو څخه یو ګډ پلاوي د دې ولایت تیورې او پسابند ولسوالیو ته تللی او د سیلابونو له کبله اووښتي زیانونه یې له نږدې ارزولي دي.

د غور والي د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ د وروستیو اورښتونواو سیلابونو له کبله ۸۹۵ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۰۵ د اوبو څښلو څاګانې، چینې او کاریزونه زیانمن شوي او ۷۴ هټۍ ویجاړ شوې د.

په دې خبر پاڼه کې دا هم راغلي، چې ۳۲ کورنه سطحي ویجاړ شوي او همدارنګه ۱۹۴۲ میوه لرونکي او بې میوې نیالګي له منځه تللي، ۲۰۱ سربنده، ۱۴ پلچکه، ۵۵۹ د اوبو کوچنۍ زیرمې هم ویجاړې شوې دي.

دې پلاوي د خپلو ارزونو ټوله پایله د غور ولایت له سیمه‌ییزې ادارې سره شریکه کړې.

دا پلاوی د بېلابېلو ادارو له کارکوونکیو څخه جوړ شوی و، چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې یې د تیورې او پسابند په ولسوالیو کې خلکو ته اوښتي زیانونه ارزولي دي.

له دې مخکې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له کبله لږ تر لږه ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په ویدیوي څرګندونه کې په ډاګه کړې، چې ۳۴۱ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي، ۱۹۵۷۳ جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه ویجاړ دي.

د رحيمي د څرګندونو له مخې، د دغو پېښو له کبله په يادو ولايتونو کې ١٣٥٤ څاروي له منځه تللي دي.

د يادونې ده، چې دغه پېښې په کاپيسا، ميدان وردګو، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، لغمان، پکتيا، خوست، دايکندي او ننګرهار ولايتونو کې رامنځته شوې دي.

Trending

Exit mobile version