Connect with us

تازه خبرونه

د هوا پېژندنې ادارې په ۳۲ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی

خپور شوی

د

د هوا پېژندنې ادارې د سالنګ په ګډون د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د درندو واورو او بارانونو د ورېدو اټکل کړی دی.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په کابل، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، غور، روزګان، دایکند، بامیان، سمنګان، زابل، غزني، پکتیکا، وردګ، خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان د سالنګ په ګډون پروان، کاپیسا، پنجشېر، نورستان، کونړ، بدخشان ولایتونو کې له سیلابونو سره د درندې واورې او باران امکان شته.

دا اداره وايي، چې په بېلابېلو سیمو کې د واورې او باران د اورښت کچه له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي مټرو پورې ده.

د هوا پېژندنې ادارې مشر نجیب الله سراج ویلي؛ په هېواد کې اوسنی اورښت د هېواد له لویدیځ او جنوب لویدیځ څخه د راغلو توپانونو او د هوا د پراخو توپانونو پایله ده، چې د هېواد په ځینو سیمو کې د درندو اورښتونو لامل شوی دی. دا په ځینو سیمو کې د سیلابونو او سختو واورو له ګواښ سره مخ دی، چې تر اوسه یې لارې تړلې دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په یو شمېر هغو ولایتونو کې چې د لارو د بندېدو خطر موجود دی، لومړنۍ مرستې رسولي او هڅې روانې دي چې د منابعو په راټولولو او زیانمنو شویو ولایتونو ته لا ډېرې مرستې ورسوي.

په همدې حال کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د بېړنۍ کمیتې مشر احمد خان نافع وايي، که څه هم دوی د منابعو له کمښت سره مخ دي؛ خو زیانمنو ولایتونو ته یې د مرستو رسولو چمتووالی نیولی دی.

دغه راز د هغو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي، چې سيمې يې د سختو سيلابونو له ګواښ سره مخ دي وايي، مخکې له دې، چې لارې بندې شي؛ مسوولې ادارې بايد له خلکو سره مرسته وکړي.

د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ اوسېدونکی فتح الله فرهمند وايي: تر اوسه له خاش ولسوالۍ سره هېڅ ډول مرسته نده شوې.

د کندهار ولايت اوسېدونکي حکيم اغا زياته کړې: اوس زمونږ د کورونو لوریو ته اوبه راغلي او کورونو ته مو رادننه شوي دي . دا ټول د زورواکونو له کبله، چې پاملرنه یې نده کړې.

د کندهار ولايت اوسېدونکی يار محمد وایي؛ دلته یو خندق دی، چې کابل بانک بند کړی دی . تر همدې ځایه اوبه راځي . اسلامي امارت باید دا مشکل حل کړي او د لارې لار خلاصه کړي.  

له دې مخکې نړیوالو مرستندویه ټولنو په افغانستان کې د قحطۍ او لوږې له کبله د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی و او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې د وضعیت د کنټرول لپاره باید بشري مرستې ډېرې شي.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!