سیمه ییز خبرونه
د هېواد د لرغونو ودانيو په اړه اطلاعاتو او فرهنگ وزارت اندېښمن شوى
د اطلاعاتو او فرهنگ وزير، چې د روضې مباركې د ودانۍ د زيانمنو شويو برخو او د امام بكري د پله د بيارغونې په موخه مزار شريف ته تللى وايي، چې:
په ټول هېواد كې شاوخوا زر لرغونې ودانۍ د ورانيدو له گواښ سره مخ د ي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين د چهار شنبې په ورځ(د مرغومي ۱۳) د بلخ چارواكو ته په ډاگه كړه،چې:
كه څه هم د زرو هغو لرغونو ودانيو بيا رغول اسان كار نه دى، چې وسمهال د ويجاړيدو له گواښ سره مخ دي؛ خو يو شمېر دا ودانۍ د بهرنيو هېوادونو په مرسته بيا رغول شوي هم دي.
نوموړى زياتوي:
د روضې مباركې د ودانۍ د زانمنو شويو ځايونو او د امام بكري د پل د بيا رغولو چارې به ډير ژر پيل شي.
رهين زياتوي:
د لرغونو ودانيو د بيارغول زيات لگښت ته اړتيا لري، چې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په يوازې توگه دا كار نه شي تر سره كولى.
د بلخ په ولايت كې لسگونه لرغونې ځايونه موجود دي، چې د موسمي گواښونو او د دولت د نه پاملرنې له كبله يې يو شمېر ويجاړ شوي دي.