تازه خبرونه
د تاكنيزو شكايتونو كميسيون كولى شي، د ټاكنو لومړنۍ پايله بدله كړي
پرټاكنو څارونكي بنسټونه وايي، چې كه د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون په روڼ ډول عمل وكړي، ښايي ټاكنې په لومړي پړاو كې پاى ته ورسيږي؛ خو كه ټاكنې دوه يم پړاو ته ولاړې شي، څارونكي بنسټونه جمتو دي، چې ترې جدي څارنه وكړي.
د افغانستان د رڼو ټاكنو بنسټ رييس محمد نعيم ايوب زاده وايي:
د ټاكنو د پايلو هره مرحله دا شونتيا پياوړې كوي، چې تاكنې به دوه يم پړاو ته ځي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ وياند فهيم نعيمي وايي:
چمتو يو، چې د تاكنو د دوه يم پړاو څارنه وكړو؛ خو په دوه يم پړاو ټاكنو كې هم د احتمالي درغليو او سرغړونو په تړاو شكونه شتون لري.
ښاغلى محمد نعيم ايوب زاده زياتوي:
تر اوسه پورې اټكل كيږي، چې تاكنې به دوه يم پړاو ته ځي؛ ځكه بايد د ټاكنو د وروستيو پايلو د اعلام په تمه شو، چې د غويي په ۲۴ اعلاميږي.
ښاغلى فهيم نعيمي وايي:
د افغانستان د ټاكنو څارونكي بنسټونه وايي، چې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون څېړنې كولى شي د ټاكنو د لومړنيو پايلو پر اعلام اغېز وكړي.
دوى له خلكو غواړي، چې دوه يم پړاو احتمالي تاكنو ته چمتو ووسي.
د دوي په وينا، په تاكنو كې د خلكو پراخ حضور كولى شي، رڼې او سالمې تاكنې تضمين كړي.
د همدې اوونۍ په لړ كې به د تاكنو خپلواك كميسيون د دوه يم پړاو ټاكنو د ټاكنيزو مركزونو پر امنيت ساتنې خبرې وكړي. داسې ښكاري، چې په دوه يم پړاو ټاكنو كې به د ټاكنيزو محلونو او مركزونو شمېر بدلون وكړي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه24 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ22 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی23 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري