سیمه ییز خبرونه

د هېواد په تېرو دوه لسيزو كې نهه ديرش خبريالان وژل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د خبريالانو له حقونو څخه د ملاتړ بنسټونو د خبريالانو وژونكيو ته د نه سزا وركولو په اړه اندېښنه وښوده.

د افغانستان د خبريالانو د مركز رييس   احمد قريشي وايي:

په تېرو دوه لسيزو كې نهه دېرش خبريالان وژل شوي، ۲۳ تنه يي تر بريدونو لاندې راغلي او ۱۶ نور يي په چاودنو او نښتو كې وژل شوي، چې اوولس يي افغانان دي.

د خبريالانو  له حقونو څخه د ملاتړ بنسټونو په ډاگه كړې، چې۱۴ تنه د وسلوالو له خوا، څلور تنه د طالبانو، درې تنه د هغوى د خپلوانو له لوري يو تن د امريكايي سرتېرو له خوا او يو بل د بريتانوي سرتېرو له خوا وژل شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو مركز د خبريالانو د دندو او ژوند د خونديتوب په باب اندېښنه لري او وايي، چې:

د خبريالانو د وژنې لسگونه دوسيې پرته له دې چې وڅېړل شي، همداسې پاتې شوي دي او حكومت اوس هم د مجرمينو  د معافولو فرهگګ ته دوام وركوي.

د افغانستان د آزادو رسنيو ملاتړ ادارې(نى) رييس صديق الله توحيدي وايي، له دولس كلونو را پديخوا خبريالان ځاني او شغلي خونديتوب نه لري او له تاوتريخوالى او جدي گواښونو سره مخ دي.

دا بنسټ د ولسمشريزو ټاكنو له نوماندانو غواړي، چې له خبريالانو څخه د ملاتړ په برخه كې دې څرگنده ژمنه  په خپلو كړنلارو كې ځاى كړي.

د افغانستان د خبريالانو مركز د معافيت فرهنگ د پاى ته رسولو او ور سره د مبارزې لپاره يو ۲۵ ورځنى كمپاين په لاره  اچولى دى.

Trending

Exit mobile version