سیمه ییز خبرونه
د هېواد په خپلواكۍ كې د عالمانو رول سيمينار پاى ته ورسيد
د هېواد په خپلواكۍ كې د عالمانو رول په اړه دوه ورځنى سيمينار د سه شنبې په ورځ(د تلې په پېنځمه د يو پرېكړه ليك په خپرولو پاى ته ورسيد.
په دغه دوه ورځني سيمينار كې، چې د هېواد د ۲۷ ولايتونو ديني عالمانو گډون كړى و، د هېواد د خپلواكۍ او ځمكنۍ بشپړتيا په ساتلو كې د عالمانو رول ارزښتناك وبلل شو.
دوى په هېواد كې روانې كړييزې وژنې د ملت لپاره د اندېښنې وړوبللې او د عاملانو د محاكمې غوښتنه يې وكړه.
په دې سيميناركې، چې د هېواد له ۲۷ ولايتونو څخه ديني عالمانو گډون كړى و د هېواد د خپلواكۍ او ځمكنۍ بشپړتيا په ساتلو كې د عالمانو رول د پام وړ وباله.
د سيمينار په لومړۍ ورځ شيخ آيت الله محسني وويل، چې:
د افغانستان د خپلواكۍ په تر لاسه كولو كې ديني عالمانو مهم رول درلود، خو په ساتلو كې يې صفر تر لاسه كړ.
دغه راز د دې سيمينار په دوه يمه ورځ د سيمينارگډونوالو د يو پرېكړه ليك په خپرولو د ديني عالمانو، مخورو او جهادي رهبرانو او په ځانگړي توگه د سولې د عالي شورى د رييس استاد برهان الدين رباني وژنه د افغان ملت لپاره د اندېښنې وړوبلله.
دوى وړانديز وكړ:
هرڅنگه، چې كيداى شي بايد د دغو كړييزو وژنو مخه ونيول شي.
د دوى په وينا افغانان دا مهال ترټولو زيات سولې او آرامۍ ته اړتيا لري او په دې برخه كې بايد د پام وړ گامونه پورته شي.