تازه خبرونه

د هېواد په شمال کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۴۰۱)

په مزارشريف کې د ابو علي سينا ​​د حوزوي روغتون ډاکټران د هېواد په شمال کې د ماشومانو د خوارځواکۍ زياتوالي اندېښمن کړي او وایي، چې اړوند پېښې تر ۵۰ سلنه زیاتې شوې دي.

بېوزلي او د روغتيايي مسايلو په اړه د عامه پوهاوي د کچې ټيټوالى هغه لاملونه دي، چې په ماشومانو کې يې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.

د ابو علي سينا حوزوي روغتون ته د بلخ په ګډون د هېواد له نورو ولایتونو لسګونه ماشومان د درملنې لپاره راوړل شوي دي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست د ماشومانو د څانګې مسوول عبدالرووف فروغ څرګنده کړې؛ توده هوا، بېوزلي، کډوالي اود مور د شیدو کمېدل هغه لاملونه دي، چې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شي.

د ابو علي سينا ​​د حوزوي روغتون د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ هره ورځ پر خوارځواکۍ شاوخوا سل اخته ماشومان دې روغتون ته رالېږدول کېږي، چې سربېره پر روغتیايي خدمتونو، ناروغو ماشومانو ته وړیا شیدې هم ورکول کېږي.

عبدالرووف فروغ زیاته کړې: دا، چې د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوي؛ بسترونه مو ډېر کړي او تر څنګ یې دغو ماشومانو ته شیدې هم وړیا وېشل کیږي.

د ناروغانو پایوازان هم له پر وختو روغتیا خدمتونو خوښ دي، خو له کړاوه ډک ژوند څخه، چې ماشومان یې له خطر سره ورته مخامخ کړي سر ټکوي.

ناروغ لرونکې جمیله په دې اړه وایي: بېوزله یوو؛ د خوراک لپاره څه نلرو، ماشوم ته شیدې ورکولی نشو، میړه بې کوم کار نلري او ماشوم مو له بېوسۍ ناروغ دی.

دغه راز یوه بله ناروغ لرونکې ضیا ګل نومې هم له اقتصادي کمزوریو اندېښمنه ده او وایي؛ شیدې مې لږ دی، اقتصادي وضعیت ښه ندی او سم خواړه نه رارسیږي، چې خپل ماشوم ته پوره شیدې ورکړم.  

د ابو علي سينا ​​حوزوي روغتون په داسې حال کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو د کچې له لوړېدو اندېښمن شوي، چې له دې مخکې ملګرو ملتونو سږکال په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د سل زره ماشومانو پر اخته کېدو اندېښنې ښودلې ده.

Trending

Exit mobile version