پرمختګ او بشپړتیا
د هېواد په شپږ ولايتونو كې د ښځو لپاره شپږ ځانگړې څارنوالۍ جوړيږي
د افغا نستان لويه څارنوالي د هېواد په شپږ ولايتونو كې د ښځو په وړاندې د تاوريخوالي د راكمولو او عدالت ته د لاسرسۍ لپاره د شپږ ځانگړيو څارنواليو له جوړيدو خبر وركوي.
د لويې څارنوالۍ چارواكي وايي:
په تېرو څو كلونو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي، له لامله ډېرو ښځو په ځان سوزونه لاس پوري كړى؛ نو پر همدې لامل دوى دغه گام پورته كړى دى .
د هېواد په شپږ ولايتونو كې د لويې څارنوالۍ د دغو څا نگو د پرانيستلو هو كړه ليك په افغانستان كې دملگرو ملتونو د حقونو د پراختيا نړيوال سازمان او د لويې څارنوالۍ د چارواكو ترمنځ لاس ليك شو .
په افغا نستان كې د ملگرو ملتونو د حقو نو د پرختيا اداره د سه شنبي په ورځ(د وږي په ۲۹) د يوې خبري ناستې پرمهال وويل وايي، چې:
د دوى د څېړنو له مخې په كابل كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي(۵۷۶) پېـښې، (۱۳) پېښې په بلخ او (۷۲) پېښې په هرات كې ثبت شوې دي .
د لويې څارنوالۍ مرستيال عبدالوكيل اميني وايي، چې:
د افغا نستان شپږ هغه ولايتونه، چې په كې د ښځو په وړاندې د تاوريخوالي پېښې ډېرې دي؛ ډېر ژرد دښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ځانگړې څارنوالۍ پرانستل شي .
نوموړي وويل:
په هېواد كې، فقر ، بې سوادي، له وخت څخه وړاندې ودونه، بيكاري او يو شمېر سنتي رواجونه د دې لامل شوي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شي .
نومړي همدا راز زيا ته كړه، چې:
په كا بل كې يې هم تېركال د ښځو لپاره يوه ځانگړې څارنوالي جوړه كړې، چې د ښځو د ستونزو په حل كې يې گټورې پايلي درلودې.
اميني وايي:
د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو دغه ځانگړې څاروالۍ به په بلخ ،هرات، كاپيسا، پروان، ننگرهار، كندز او پكتيا ولايتونو كې جوړې شي .
په افغا نستان كې د ملگرو ملتونو حقونو د پراختيا رييس ډاكترمحمد شفيق صد يق له لويې څارنوالۍ سره په يادو شپږو ولايتونو كې د تخنيكې مرستې او همكارۍ ژمنه كوي او زياتوي، چې:
په يادو ولايتونو كې دوى څېړنې كړي او د دوى څېړنو ښكاره كړې، چې په هلته د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې دي؛ نو، ځكه يې په دغو ولايتونو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالې د راكمولو ځانگړيو څارنواليو وړانديز وكړ.
نوموړى وايي:
دى هڅه كوې، چې په ټول هېواد كې دې ته ورته څارنوالۍ جوړې شي او د ښځو په وړاندې تاوتريخوالۍ له منځه ولاړ شي .
