سوداگري

د هېواد په ۷ ولایتونو کې د ۱۸ کانونو د کېندنې تړونونه له خصوصي سکتور سره لاسلیک شول

Published

on

Last Updated on: وری ۳۰, ۱۴۰۲

د کانونو او پترولیم  وزارت لخوا د هېواد په اووه ولایتونو کې د نفریتو، رخام، مرمر او تراورتین ډبرو په ګډون د ۱۸ کانونو تړونونه د آزادې داوطلبۍ له مخې خصوصي سکتور ته ورکړ شول.

د کانونو پطرو لیم وزارت مسوولینو ويلي، چې د هېواد د ټولو کانونو امنیت خوندي او د غیر قانوني کېندنو مخه نیول شوې او ټول کانونه به د رڼو تړونونو له مخې د ملي ګټو پر بنسټ له خصوصي سکتور سره تر سره شي.

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو ويلي، چې د دې کانونو د پروژو له پیل کیدو سره به د هېواد د اقتصادي پراختیا ترڅنګ به زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور ویلي: دا د اتلس کانونو تړونونه به ورکړو. دا به مو د هېواد پر اقتصاد خورا مهم او مثبت اغېز ولري او د خصوصي سکتور او د هغو د پانګونې د امنیت خوندي کولو لپاره ټول تدابیر نیول شويدي.

د کانونو وزارت مسوولین وايي، چې افغانستان د نړۍ پر کچه یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې جامد او غیر جامد کانونه لري.

دوۍ وايي، چې ورځ  تر بلي په هېواد کې پر کانونو د پانګونې لیوالتیا د پراختیا په حال کې ده. د کانونو وزارت هیله څرګندوي، چې په روان کال کې به يي د عوایدو کچه څو برابره لوړه شي.

د خصوصي  سکتور غړي، چې په ننۍ داوطلبۍ کې برخه درلوده وایي، چې د کانونو اوسني تړونونه د پوره روڼتیا له مخي تر سره شول.

د خصوصي سکتور غړی عبدالغني نورزی وایي: د نن ورځي تړونونه، چې له خصوصي سکتور سره ترسره شوي؛ هغه ټول د پوره روڼتیا له مخي شوي او دا تړونونه ټول افغان شرکتونو ته وسپارل شول.

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولین ټولو خصوصي شرکتونو ته خبرداری ورکړ، چې خپلې چارې باید د تړونونو د اوصولو پر اساس پلې کړي او که ترې سرغړونه رامنځته شي شوي تړونونه به ورسره فسخه شي.

د دې وزارت مسوو لینو ويلي، چې له دې وروسته به د وزارت لخوا د هر معدن د استخراج او پروسس د بهیر د څارنې لپاره درې درې کسان وګومارل شي.

د یادونې ده، چې دغه قراردادونه پېنځه کلن دي.

Trending

Exit mobile version