تازه خبرونه

د وارسا په غونډه کې به له افغانستان سره ډېرې همکارۍ وشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د امریکا سفیر وایي چې په وارسا غونډه کې به سږ کال له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې همکاري تعریف شي.

دی وايي چې په دغه غونډه کې به نړۍ یو ځل بیا له افغانستان سره په اقتصادي، پرمختیايي او د ښځو د حقونو په برخه کې د همکاریو ژمنې تازه کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر د پروموټ د پروګرام په ترڅ کې ټينګار وکړ چې په روان کال کې به نړۍ له افغانستان سره خپلې همکارۍ تازه کړي. ده وویل چې په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې به نړۍ په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب او په نورو برخو کې خپلې ژمنې تازه کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مکنلي وايي:” سږ کال له افغانستان سره د نړۍ د همکاریو د تعریف کال دی. نړۍ یو ځل بیا له افغانستان خپلې ژمنې تازه کړي. په وارسا کنفرانس کې به په پرمختیايي مسایلو تم شو او په بروکسل کې به هم ژمنې تازه شي. په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو مسئاله. “

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مسولین وايي چې د پروموټ په نوم پرمختیايي پروګرام باید د افغان مېرمنو د وړتیاوو د لوړولو له پاره ګټور پرېوزي او یوازې د پروژې تر بریده پاتې نه شي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر وايي: “نه بايد چې يوازې يوه پروژه وي، تر ډېره دې عملی کارونو ته پام وشي نه بايد يوازې تجمل او پيسو لګولو په فکر کې و اوسو.”

اجرایه رييس عبدالله عبدالله وايي:” موږ د ښځو ستونزې اورېدلې دي د همدې ستونزو له مخې تصميم نيسو.”

پروموټ د امریکا یو پروګرام دی چې غواړي په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې د ښځو وړتیاوې لوړې کړي. امریکا په دغه پروګرام دوه سوه میلیونه ډالره لګوي.

 

 

Trending

Exit mobile version