مهم خبرونه

د واګنر ډلې قومندان د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲, ۱۴۰۲)

د واګنر خصوصي پوځ قومندان پرګوزین ځانګړې الوتکه مسکو ته نږدې راوغوځېده.

د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د چارشنبې پر ماښام د واګنر د قومندان پریګوزین ځانګړې الوتکه مسکو ته نږدې راغورځېدلې، چې له کبله یې ۱۰ کسان ووژل شول.

د زاپوریزیا د سیمه‌ییزې ادارې غړي ولادیمیر روګوف ویلي، چې پریګوزین ته نږدې خلکو د هغه او د واګنر ګروپ بنسټ ایښودونکي دیمیتري اوتکین مړینه تائید کړې ده.

د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې څرګنده کړې، چې د واګنر د خصوصي پوځي ډلې قومندان پریګوزین د خپلې ځانګړې الوتکې د مسافرو په لیست کې و، چې د مسکو په شمال کې راوغورځېده.

د ریبار پوځي اوبپاڼې راپور ورکړی، چې د مسکو په شمال کې د راغورځېدلې الوتکې د مسافرینو په منځ کې د واګنر د قومندانانو د شتون په اړه معلومات اوس هم تائید شوي نه‌دي.

روسي اوبپاڼې ريدووکا څرګنده کړې، چې ښايي پرګوزين په الوتکه کې د مسافر په توګه خپل نوم ثبت کړی وي او يوازې د امنيتي دلايلو له مخې په بله الوتکه کې سپور شوی وي.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، چې د مسکو په شمال کې د راغورځېدلې الوتکې د ۸ کسانو سپرلیو مړي موندل شوي دي.

ځینو روسي رسنیو راپور ورکړی، چې یوګیني پریګوزین ممکن په دوه‌ییمه الوتکه کې وي، چې په مسکو کې راکښته شوه.

په انترنیت کې د خپرو شویو ویدیوګانو له مخې د پریګوزین اړوند د ایمبرایر الوتکه د تور ولایت د خوتیلوو پوځي هوایي ډګر په ۱۵ کیلو مترۍ کې رالوېدلې ده.

ویل کېږي، چې په دې الوتکه کې درې کسان عمله او اووه مسافر سپاره ول.

دا په داسې حال کې ده، چې بي بي سي د واګنر د قومندان د مړ کېدو ادعا کړې ده.

Trending

Exit mobile version