سیمه ییز خبرونه

د وزيرانو استيضاح د ولسي جرگې غړو ترمنځ په يوه ناندريزه موضوع بدله شوې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابينې د هغو يوولس وزيرانو د استيضاح  څرنگوالى، چې له پنځوس سلنې لږه پرمختيايي بودجه يې لگولې د ولسي جرگې غړو ترمنځ په يوه ناندريزه موضوع بدله شوې.

تر اوسه هم د ولسي جرگې ټول غړي د هغو ۱۱ وزيرانو د استيضاح  په  څرنگوالي موافقې ته نه دي رسېدلي، چې له پنځوس سلنې لږه پرمختيايي بودجه يې لگولې ده.

د ولسي جرگې يو شمېر غړي ټينگار كوي، چې دا وزيران بايد استيضاح شي.

په همدې حال كې د ولسي جرگې يو شمير نور غړي بيا هڅه كوي، چې د يوولسو وزارتونو د پرمختيايي بودجې د نه لگېدو مسئله ځانگړي كميسيون ته وسپارل شي.

خو د ولسي جرگې  لومړي مرستيال محمد ظاهر قدير، چې د غونډې مشري يې كوله بل ډول تصميم ونيو.

د ېادونې وړ ده، چې دوې اوونۍ وړاندې د ولسي جرگې غړو پرېكړه وكړه، چې د كابينې يوولس وزيران له دې امله استيضاح كړي، چې ولې يې له پنځوس سلنه لږه پرمختيايي بودجه لگولې ده.

Trending

Exit mobile version