سوداگري
د وزيرانو شورا د اورلگېدنې پر وړاندې بيمه اجبارې كړې ده
د ماليې وزارت وايي، چې د هېواد ټولو سوداگرو او پانگوالو ته د نوي لمريز كال تر پېل پورې وخت وركړل شوې تر څو خپلې شتمنې او سوداگريز مركزونه د اورلگېدنې پر وړاندې بيمه كړي.
د بيمې د خدمتونو په باب د خلكو د پوهاوې د كچې ټيټوالې يوه لوېه ستونزه بلل كېږي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې د تېر كال تر پاېه پورې د هېواد دوه سلنه وگړو د بيمې په باب معلومات درلودل.
د ماليې وزارت د بيمې د چارو ريس فضل الباري ممتاز وايي:
د هغو لويو اورلگېدنو له امله د اوښتو زيانونو د مخنيوي لپاره، چې په روان كال كې يې كابل شاهد وو د وزيرانو شورا د اورلگېدنې پر وړاندې بيمه اجبارې كړې ده.
نوموړې زياتوي، چې لدې وروسته به د بيمې شركتونو نظارت نور هم جدي شي او د مسئوليت نه منلو په صورت كې به ورسره قانوني چلند تر سره شي.
د ماليې وزارت په ۱۳۹۰ كال كې د لومړې ځل لپاره د بيمې د خدمتونو له لارې شاوخوا يو نوي ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه كړل.
د دغه وزارت چارواكي وايي، چې په روان كال كې د بيمې پنځو شركتونو زيانمنو كسانو ته شاوخوا څلور نيم ميليونه ډالر د خسارې د جبران په توگه وركړې دي.
