تازه خبرونه

د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو په حکومت کې پر ملي وحدت توافق څرگند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو داکتر عبدالله عبدالله او داکتر اشرف غني نن له غرمې وروسته په یوه گډه خبري ناسته کې په ډاگه کړه، چې د ملي وحدت حکومت مني او پلي کولو ته په يې گډ کار کیږي.
د ولسمشرۍ نوماند داکتر عبدالله عبدالله په دې گډه خبري ناسته کې، چې جان کري او د دواړو تیمونو غړي یې برخوال ول وویل:
له داکتر اشرف غني احمدزي سره د ملي وحدت د حکومت پر جوړولو توافق شوی دی.
هغه زیاته کړه؛ هیله من یم، چې د رایو د ارزونې بهیر په غوره توگه تر سره شي او پایله يې هم دواړو اړخونو ته د منلو وړ ده.
د ولسمشرۍ نوماند داکتر عبدالله عبدالله وایي، د گډې اعلامیې پر بنسټ په راتلونکي حکومت کې د گډو همکاریو بنسټ کیښودل شو.
د ټاکنو د مشروعیت بهیر به له دې ارزونې سره بیرته راوگزيږي.
ښاغلي عبدالله هیله وښوده، چې نړۍ د افغانستان د ودې په اړه خپلې ژمنې پلې کوي.
د ولسمشرۍ نوماند داکتر اشرف غني احمدزی وایي، مونږ دې پرېکړې ته رسیدلي یو، چې هر اړخیزې گټې د پام وړ وبولو.
هغه دغه راز وویل، چې مونږ دواړه د ملت په وړاندې مسوول یو.
ښاغلی احمدزی وایي، زمونږ گډ توافق د گډ درک پایله ده، چې سر له ننه به ورته زمونږ تیمونه گډ کار کوي او د رایو پایله منو او د ارزونې بهیر باید د وږي په دوه یمه اوونې کې تر سره شي.
د دې خبري ناستې په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وریر وویل:
د دواړو نوماندانو تر منځ توافق د ولسمشرۍ رول نه بدلوي او دا توافق پارلماني نظام نه جوړوي.
ده د راتلونکي ولسمشر څخه هیله وکړه، چې نه یوازې باید د ناتو په ناسته کې گډون وکړي، بلکې خپله هراړخیزه همکاري ترې هم ونه سپموي.
ښاغلي جان کري له دواړو نوماندانووغوښتل، چې د عراق اوضاع باید په افغانستان کې تکرار نه شي.
ولسمشر حامد کرزي په ارګ کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې یو ځل بیا ټینگار وکړ، چې د افغانستان د خلکو انتظار باید نور پای ته و رسیږي او د ټاکنو نتیجه له ژمنې سره سم، د روانې میلادي میاشتې دننه اعلان شي.

Trending

Exit mobile version