تازه خبرونه

د ولسمشرۍ دوه مخكښ كانديدان: په هېڅ ډول د ائتلافي حكومت جوړول نه مني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ دوه مخکښ نوماندان وایي، د بريا په صورت كې مقابل لوري ته په خپل حكومت كې د ونډې وركولو ژمنه كوي. دواړه ټیمونه همدا راز ټينګار كوي چې د ټاکڼو له لارې د یوه منتخب حکومت رامنځته کېدو ته ژمن دي او هېڅکله به داسې حکومت ونه مني، چې د تفاهم او جوړجاړي له لارې رامنځته شوی وي.
تېره یکشنبه ولسمشر حامد کرزي دوه مخکښ نوماندان ارګ ته بللي وو. كه څه هم د دې ناستې زيات جزئيات بهر ته نه دي را وتلي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي:
په دې ناسته کې د ټاکڼو د پاتې بهیر او دویم پړاو په اړه خبرې اترې ترسره شوې، خو داسې ګنګوسې هم شتون لري، چې ولسمشر کرزي له مخکښو نوماندانو غوښتي، چې په خپل منځ کې تفاهم او جوړ جاړي ته ورسېږي څو ټاکڼې دويم پړاو ته لاړې نه شي.
خو د دواړو مخکښو نوماندانو ټاکڼیزو ډلو په دې اړه ضد او نقيض څرګندونې درلودې. د ډاكټرعبدالله عبدالله د ټاکڼیز کمپاین غړی فضل الرحمان اوریا وايي، د ټاکڼو له لارې د یوه منتخب حکومت غوښتونکي دي.
ښاغلی اوریا همدارنګه وایي، که يي ټیم ټاکڼې وګټي، خپل حکومت کې به خپل سیالې ډلې ته مشارکت ورکړي، هغه څه چې د اشرف غني احمدزي ټیم هم پرې ټینګار کوي.
په همدې حال کې د اشرف غنی احمدزي د ټاکنیز کمپاین غړی حمیدالله فاروقي ائتلافي حکومت یو سهامي شرکت بولي او وایي، چې هېڅ کله به داسې حکومت ونه مني.
ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکڼو وروستۍ پایلې د غویي په ۲۴ اعلام شي.

Trending

Exit mobile version