تازه خبرونه

د ولسوالیو شوراګانو له ټاکنو وروسته به لویه جرګه جوړیږي-مینه پال

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ۱۳۹۳ لمریز کال جنجالي ټاکنو سیاسي هوکړه لیک ته لار اواره کړه او په لومړي ځل د افغانستان په تاریخ کې د ملي وحدت حکومت رامنځته شو.

د دغه هوکړه لیک له مخې؛ د لویې جرګې  رابللو ته  له شپږ میاشتو لږ موده پاتې ده، چې په دې جرګه کې به د اساسي قانون پر تعدیل کار وشي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ د لویې جرګې له را بللو مخکې د یو شمېر نورو مسایلو پر اړتیاوو خبره وکړه.  

د ولسمشرۍ  مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي، لویه جرګه به هغه مهال جوړه شي، چې امنیت تامین وي او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې شوې وي.

د اجرائیه رییس سلاکار داود اساس د ملي وحدت حکومت له مشرانو غواړي، چې د سیاسي هوکړه لیک مادې عملي کړي.

هغه زیاتوي، د ځینو لوریو له خوا د اجرائیه ریاست د لغوه کیدو هڅې روانې دي.

اوس پوښتنه دا ده، چې که تر شپږ میاشتو د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه جوړه نه شي، د ملي وحدت حکومت برخلیک به څه وي؟

د حکومت سیاسي مخالفینو تل  په حکومت کې د اختلافاتو پر شتون نیوکې کړي او حتا د دغه حکومت له پاشل کیدو خبرداری ورکوي.

حقوقي شنونکی  نصر الله ستانکزی وایي، په اوسني وخت کې د لویې جرګې جوړول ناشوني دي؛ ولسمشر کولی شي او صلاحیت هم لري، چې اداري پوستونه جوړ او د یو فرمان له مخې د اجرائیه ریاست کار وغزوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، چې د ملي وحدت حکومت په جوړولو کې یې هڅې د پام وړ بلل کیږي؛ کابل ته په خپل وروستي سفر کې ټینګار کړی، چې دغه حکومت به خپل پېنځه کاله دوره پوره کوي او په دې اړه هیڅ راز ضرب الاجل نه دی ټاکل شوی.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version