Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ولسي جرګې د لومړي او دويم نايب څوکيو ته کانديدان د ټاکنو په لومړي پړاو کې بريالي نه شول

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرګې د لومړي او دويم نايب، منشي او د منشي نايب څوکيو ته کانديدان د ټاکنو په لومړي پړاو کې  بريالي نه شول. د ننګرهار د خلکو استازيو حاجي ظاهر قدير او ميرويس ياسيني د لومړي نايب څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ځانونه کانديد کړي وو.

په کار وه، چې هر يو کانديد د برياليتوب لپاره  د جرګې له حاضرو ٢٢١ تنو څخه  د  ١١١ تنو موافقې رايې تر لاسه کړي.

د ټاکنو په پاېله کې د جرګې له ٢٢١  حاضرو غړو ٩٠ تنو حاجي قدير ته رايه ورکړه او ميرويس ياسيني ٩٩ رايې واخيستې، چې په دې توګه دواړو ونشواى کولى د جرګې د حاضرو غړو پنځوس جمع يوه رايه واخلي.

قدير او ياسيني نشي کولى، چې په دې يوه کلنه دوره کې بيا ځانونه دې څوکۍ ته ونوموي.

د دويم نايب څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د بلخ استازي احمدشاه رمضان، د هلمند استازي نعمت الله غفاري، د بدخشان استازي امان الله پيمان او د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي  ځانونه کانديد کړي وو.

خو احمدشاه رمضان ٢٧، نعمت الله غفاري ٦٩، امان الله پيمان ٦١ او  اسدالله سعادتي ٣٦ موافقې رايې تر لاسه کړې.

د جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل:

له يادو کسانو څخه به بل ځل د دې څوکې لپاره د نعمت الله غفاري او امان الله پيمان تر منځ سيالي وشي.

د منشي د څوکۍ لپاره د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال او د پروان د خلکو استازي عبدالستار خواصي ځانونه کانديد کړي وو.

خو قلاتوال د ٨٠ رايو او خواصي د ١٠١ رايو په تر لاسه کولو سره ونه شواى کړاى، چې د جرګې د منشي په توګه وټاکل شي.

قلاتوال اوخواصي هم نشي کولاى، چې په دې يوکلنه دوره کې بيا د دې څوکۍ لپاره ځانونه کانديد کړي.

دغه راز د نايب منشي د څوکۍ لپاره د بلخ استازي فرهاد عظيمي، د بدخشان استازې نېلوفر ابراهيمي او د کابل د خلکو استازې نظيفې ذکې ځانونه کانديد کړي وو.

خو عظيمي ٨١ ، نيلوفر ٦٥ او ذکي ٣٥ موافقې رايه تر لاسه کړې او بريالي نه شول.

د ولسي جرګې مشر وويل، چې له دې کسانو څخه به د عظيمي او نيلوفر ابراهيمي تر منځ د دويم ځل لپاره ټاکنې وشي.

په تېره يو کلنه دوره کې حاجي ظاهر قدير د لومړي نايب، نعمت الله غفاري د دويم نايب، خواصي د منشي او فرهاد عظيمي د نايب منشي په توګه دنده ترسره کوله.

د يادونې وړ ده، چې د تېر تقنيني كال په پېل كې هم د ولسي جرګې د اداري پلاوي لپاره ټاكنې پر يوه لانجمنه مسئله اوښتې وې.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

Published

on

تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټي‌ټي‌پي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.

پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمه‌ییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.

اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.

Published

on

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې اوسمهال په زندان کې دی؛ زامنو یې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکوي، چې هغه د وروستي ځل لپاره درې اوونۍ مخکې ژوندی لیدل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.

د هغه زوی قاسم خان ویلي: “نه پوهیږي، چې پلار مو روغ، ټپي یا ان ژوندی دی؛ دا د رواني ځورونې یوه بڼه ده.”

د خان کورنۍ پرله‌پسې د هغه شخصي روغتیا ته د لاسرسي غوښتنه کړې؛ خو د یو کال پر تېرېدو هم دې لاسرسي ته ونه‌رسېدل او د پاکستان کورنیو چارو وزارت دې غوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د زندان یوه ناڅرګند چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خان په ښه روغتیایي حالت کې دی او د بشپړ امنیت لرونکي زندان ته یې د لېږدولو هیڅ پلان نشته.

۷۳ کلن عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راپدېخوا د هغو تورونو له کبله، چې هغه يې سیاسي او غچ اخیستونکی بولي په زندان کې ساتل شوی دی. هغه لومړی په “توشه‌خانه” نومې قضیه کې؛ د لومړي وزارت پر مهال د ډالیو د غیرقانوني پلورلو پر تور ونیول شو. بیا د ډیپلوماټیک سند د افشا کولو له کبله پر ۱۰ کلن بند او د فساد په قضیه کې پر ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند وايي، چې دا دوسیې له سیاسي او ټاکنیز بهیر څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره ډیزاین شوې دي.

د خان کورنۍ دا هم ویلي، چې د چارواکو له‌خوا بشپړه چوتیا او د اړیکو نشتوالي اندېښمن کړي او د خلکو له سترګو څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره یې د قصدي هڅو احساس رامنځته کړی دی.

قاسم خان زیاته کړې: “دا انزوا قصدي ده. دوی ترې وېره لري. هغه په ​​پاکستان کې ترټولو ګران مشر دی او دوی پوهیږي، چې نشي کولی هغه پر ​​ډیموکراټیک بڼه مات کړي.”

د خان کورنۍ له کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره اړیکه نیولې او هغه یې د لاسرسي او د محکمې د حکم سمدستي پلي کولو غوښتنه کړې ده.

قاسم خان ویلي:”دا یوازې یوه سیاسي شخړه نده؛ دا د بشري حقونو ناورین هم دی. باید له ټولو خواوو فشار رامنځته شي. هغه مونږ ته انرژي راکوي؛ اړتیا ده پوه شو، چې هغه خوندي او په امن کې دی.”

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په غزه کې د مړینو شمېر له ۷۰ زره څخه واوښت

چارواکي وايي، چې په نویو بریدونو کې دوه نور کسان وژل شوي او پاتې نور د پخوانیو بریدونو تر کنډوالو لاندې پېژندل پاتې شوي دي.

Published

on

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په دې تړانګه کې د اسرائیلي بریدونو له کبله د مړو شمېر له ۷۰ زره څخه زیات شو او د پنجشنبې له ځاني زیان سره یې ټول شمېر  ۷۰ زره ۱۰۰ ته پورته شو.

چارواکي وايي، چې په نویو بریدونو کې دوه نور کسان وژل شوي او پاتې نور د پخوانیو بریدونو تر کنډوالو لاندې پېژندل پاتې شوي دي.

اسرائیلو تر اوسه پر رسمي بڼه دې شمېر ته خپل غبرګون ندی ښودلی؛ خو تل یې د غزې د روغتیا وزارتڅرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستی دی. که څه هم بدیل ارقام یې وړاندې کړي ندي.

د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر له ۷ نېټې وروسته د اسرائیلو روان بمبارډ پراخه او ځمکني بریدونه هم ورسره مل شوي؛ د غزې لویه برخه ویجاړه شوې او د قربانیانو په اړه د بشپړو معلوماتو راټولولو بهیر یې خورا ستونزمن کړی دی.

د جګړې په لومړیو میاشتو کې د مړو شمېر د روغتون د ثبت شویو څرګندونو له مخې حساب شوي وه؛ خو په وروستیو بریدونو کې زرګونه قضیې ثبت ندي؛ ځکه، چې طبي او عدلي معاینات یې له ثبتېدا پاتې دي.

د اوکټوبر له لسمې راپدېخوا له ماتېدونکي اوربند سره – سره مرستندویه ډلې توانېدلي، چې د نسبي آرامۍ څخه کار واخلي او تر کنډوالو لاندې جسدونه ومومي، چې د مړو شمېر یې په دوامداره توګه لوړ شوی دی.

جګړه له هغې وروسته پیل شوه، چې حماس د اسرائیلو پر سویل برید وکړ ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.

د اسرائیلو غچ اخیستونکو بریدونو بې شمېره کورنۍ له منځه یوړې.

معاذ مغاري وايي، چې د کورنۍ ۶۲ غړي یې، چې مور او پلار او څلور وروڼه یې هم پکې دي؛ د بریج پر کمپ د اسرائیلو په بریدونو کې ووژل شول.

د اسرائیلو پوځ د څرګندونو له مخې؛ ملکي وګړي نه پر نښه کیږي؛ خو د عامې روغتیا څانګوال وايي، چې له جګړې مخکې غزې د سیمې د ډېرو هېوادونو پر پرتله د نفوس د شمېرنې او ثبتولو ډېر دقیق سیسټم درلود. ملګري ملتونه هم د غزې د روغتیا وزارت څرګندونې د باور وړ ګڼي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!