Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ولسي جرگې پر نهه برياليو غړيو باورليكونه ووېشل شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنوخپلواك كميسيون د ولسي جرگې پرهغو نهوغړيو باورليكونه ووېشل، چې په دې وروستيو كې د دغه كميسيون له خوا د ولسي جرگې د برياليو كانديدانو په توگه اعلام شول.

د ټاكنود خپلواك كميسيون رييس وايي، چې:

دا نهه تنه د دوى له دقيقو څېړنو وروسته د ولسي جرگې بريالي كانديدان وپېژندل شول او اوس ورته خپل حق سپاري، چې په دې سره به د خلكو د استازيو په توگه ولسي جرگې ته لاره ومومي.

د ولسي جرگې دا نهه غړي د اتو بېلابېلو ولايتونو اوسيدونكي دي، چې د ولسي جرگې د تېرو ټاكنو په لومړنيو پايلو كې بريالي بلل شوي وه، خو د شكايتونو كميسيون د ولسي جرگې په   وروستيو پايلو كې له برياليو كسانو ايستلي وه.

د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس فضل احمد معنوي، چې د څلورنۍ(چارشنبې) په ورځ يې پر دغو كسانو د ولسي جرگې د غړيو په توگه باورليكونه وېشل.

نوموړي په دغو مراسمو كې وويل، چې:

د ولسي جرگې د تېرو ټاكنو په بهير كې د ځينو بنسټونو د لاسوهنو له لامله تېروتنې شوې وې ، چې اوس د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا بېرته سمې شوې.

نوموړى وايي:

له دې سره د ولسي جرگې د تېرو ټاكنو په اړه وروستۍ پريكړه ده او بل هيڅ بنسټ په كې د لاس وهنې حق نه لري .

د ټاكنو خپلواك كميسيون د زمري په دېرشمه د  ولسي جرگې له نهو برحالو غړيو د اعتماد رايه واخيسته او نهه معترض نوماندان يې د هغو پرځاى د ولسي جرگې غړي وټاكل.

دا پرېكړه له هغې وروسته د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا وشوه، چې ولسمشر حامد كرزي  دغه بنسټ ته د ټاكنيزو ستونزو د حلولو مسله وسپارله.

كه څه د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس فضل احمد معنوي وايي:

دوى د نهه برياليو نوماندانو د بريا په باب پوره دلايل په واك كې  لري، خو له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف، چې د ولسي جرگې يو شمېر غړي په كې راټول شوي د ټاكنو د خپلواك كميسيون دا كار د قانون خلاف گڼي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رييس په داسې حال كې، چې وايي:

د ټاكنو اړوند ټول موضوعات له دغه كميسيون سره اړه لري.

د افغانستان د ټاكنو په قوانينو كې د ځينې ستونزو موجوديت تائيدوي او وايي په دې برخه كې د قوانينو جوړولو ته اړتيا ده . نوموړى وايي  تراوسه په دې برخه كې درې قوانين جوړ شوي دي.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.

پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.

ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.

۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.

د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.

د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.

امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.

د آلمان خبري آژانس او ​​د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.

ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.

نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم (  ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.

د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاست‌لیکې هم ولري.

د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.

د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!