تازه خبرونه

د ویانا د ناستې تخریبي هڅې د افغانستان او نظام په ګټه نه‌دي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۲)

په ویانا کې د یو شمېر افغان سیاستوالو د ناستې په غبرګون کې د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې دا ډول غونډې د افغانستان په ګټه نه دي او هغه کسان، چې دا ډول غونډې له افغانستان څخه بهر جوړوي په هېواد کې دننه هم ولسي ملاتړ او خای نه‌ لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي؛ سیاسي څېرې باید د نظام د تخریب په لټه کې نه وي.

په ویانا کې د یو شمېر سیاستوالو تر منځ له غونډې وروسته ذبیح الله مجاهد ويلي؛ دا ډول غونډې د افغانستان په ګټه نه‌دي او هیڅوک باید د نظام د تخریب په لټه کې ونه اوسي.

مجاهد وايي، چې د ویانا د غونډې ګډونوال په افغانستان کې دننه ولسي ملاتړ نه‌لري.

ذبیح الله مجاهد له سیاسي شخصیتونو غواړي، چې هېواد دې په جګړه کې نه ښکېل کوي؛ ځکه اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي، چې هېواد ناامنه کړي.

نوموړي ویلي: د افغانستان خلک به بیا د دوی لخوا نه دوکه کېږي؛ دا څو کسان دي، چې د شخصي ګټو او د خپلو شخصي شتمنیو د ساتنې په لټه کې دي.

هغه زیاته کړې: اسلامي امارت په افغانستان کې د یوه حکومت او نظام په توګه هغه کسان غندي، چې د افغانستان بد غواړي پر بدو نیتونو یو او بل ځای راټولیږي.

یو شمېر کارپوهان وايي، دا ډول غونډې د افغانستان ستونزه نه‌شي حل کولی؛ ځکه د افغانستان مسله باید د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې حل شي.

د دوی د څرګندونو له مخې، دا ډول غونډې ننداریزې بڼې لري.

دا په ویانا کې د سیاسي څېرو دوه‌یمه غونډه ده، چې د اتریش د نړیوالو چارو د انستیتوت لخوا جوړه شوې وه.  د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

Trending

Exit mobile version