سیمه ییز خبرونه

د ټاكنو د قانون نوې طرحه د عدليې وزارت له خوا ولسي جرگې ته ولېږل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عدليې وزير وايي، په دغه طرحه كې راغلي، چې ولسمشر، د سترې محكمې رئيس، د ولسي جرگې او مشرانو جرگې رئيسان دا صلاحيت لري، چې په بېړنيو حالاتو كې ټاكنې وځنډوي.

د ټاكنو د قانون په ترحه كې د حكومت له خوا د بدلون راوستل هغه څه دي، چې د ولسي جرگې، حكومت او د اپوزيسيون تر مېنځ يې ستونزې ډېرې كړې دي.

د عدليې وزير حبيب الله غالب وايي:

د ټاكنو د قانون په نوې طرحه كې د ليسانس سند درلودل او په پښتو او دري ژبو پوره تسلط د ولسمشرۍ  لپاره د نوماندۍ شرط بلل شوى دى.

په دغه قانون كې راغلي، چې د ولسي جرگې او مشرانو جرگې د رياست څوكيو ته د نوماندۍ لپاره يوازې د دولسم ټولگې د فراغت سند درلودل دي.

د عدليې وزير همدا راز زياتوي، چې د دغه قانون له مخې ولسمشر، د سترې محكمې رئيس او د ولسي جرگې او مشرانو جرگې رئيسان دا صلاحېت لري، چې په بېړنيو حالاتو كې ټاكنې وځنډوي.

په دغه قانون كې راغلي، چې د هېواد هره ولسوالۍ يوه ټاكنيزه حوزه ده او د ولسوالۍ اوسېدونكې كولاى شي د ولسي جرگې لپاره يوازې يو تن وټاكي.

لدې وړاندې يو ولايت يوه ټاكنيزه حوزه گڼل كېده، چې خلكو به يې د ولسواليو د شمېر په اساس يو يو تن د ټاكنو له لارې ولسي جرگې ته ور پېژانده.

Trending

Exit mobile version