سیمه ییز خبرونه
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون: عدالت او د ټاكنو روڼ تيا به د وخت قرباني نه شي
د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، انتظار باسي، چې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د راتلونكو ټاكنو د كانديدانو وروستى ليست ور وسپاري، څو خپلې چارې له ټاكل شوې پلان سره سم پر مخ يوسي.
د راتلونكو ټاكنو د احتمالي كانديدانو شكايتونه لا هم د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې تر څېړنې لاندې دي.
كومو كسانو، چې ځانونه راتلونكو ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو ټاكنو ته نومولي و، او د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا د كانديدانو له لومړني نوملړ څخه وغورځول شول، د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې شكايتونه درج كړي دي، او د خپل برخليك د معلومولو لپاره منتظر دي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مخكيني پلان له مخې، ټاكل شوې د راتلونكو ولسمشريزو او ولايتي شوراكانو د ټاكنو د نوماندانو وروستۍ نوملړ د لړم په ۲۵ خپور شي، خو د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون ویاند محمد نادر محسني وايي:
كه عدالت او د ټاكنو روڼ تيا د زيات دقت لپاره اړتيا ولري، څېړنې به يي زيات وخت واخلي.
بل خوا د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور وايي:
په كميسيون كې دننه د څارنې يو كميسيون خپلې چارې پېل كړي دي، چې موخه يي د خصوصي او دولتي رسنيو د خپرونو څارنه ده څو د ټاكنو په باب د دې رسنيو خپرونې وڅاري او ټولو كانديدانو ته په ټاكنيزو كمپاينونو كې يو شان ونډه واخلي.
بل خوا د ټاكنو خپلواك كميسيون هغو كسانو ته، چې په راتلونكو ټاكنو كې له ګډون كولو څخه په شا كېږي، د لړم شلمه وروستۍ ورځ بولي.
مسئولين وايي، كه كوم كانديد د راتلونكو ټاكنو د وروستي نوملړ له خپرېدو وروسته له ګډون انصراف كوي، نوم به يي ليست كې وي خو كومې رايي، چې ورته وركول كېږي، باطلې به وي.
