تازه خبرونه

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون لس ورځې وخت لري، چې شكايتونه وڅېړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاكنو په اړوند يې تر اوسه ۵۶۸ شكايتونه ثبت كړي دي. د دغه كميسيون مسئولين وايي، زياتره شكايتونو د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كاركوونكو په باب ثبت شوي دي.
له دويم پړاو ټاكنو دوه ورځې وروسته د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې ۵۶۸ شكايتونو ثبت شوي دي، چې ۲۲۸ شكايتونه له ولايتونو او ۳۴۰ شكايتونه له مركز څخه د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ته رسېدلي دي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كاركوونكو په باب هم ۱۴۱ شكايتونه ثبت شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني وایي:
په ټاكنو كې د سرتېرو مداخله، بې كېفته رنګ، د كانديدانو د ملاتړو لخوا راى وركوونكو ته ګواښونه او د رايو له محلونو بهر د صندقونو ډكول نور هغه موارد دي، چې په اړوند يې شكايتونه شوي دي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، ټاكل شوې، چې د دوشنبې شپې په دوولسو بجو د شكايتونو د ثبت وخت پاى ته ورسيږي.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون لس ورځې وخت لري، چې شكايتونه وڅېړي. د وري د شپاړسمې نېټې د ټاكنو په پرتله دا ځل لږ شكايتونه شوي، چې ښايي د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون يې له ټاكلي وخت مخكې څېړنه بشپړه كړي.

Trending

Exit mobile version