Connect with us

تازه خبرونه

د ټرمپ حکومت له افغانانو ملاتړ پروګرام پای ته رسوي

د کورني امنیت وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دا پروګرام به د جولای پر دولسمه پای ته ورسوي.

خپور شوی

د

د ټرمپ حکومت د لنډمهاله ملاتړ پروګرام، چې له افغانستان څخه زرګونو خلکو ته یې خوندي ایستل وړاندې کول؛ پای ته رسوي.

د کورني امنیت وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دا پروګرام به د جولای پر دولسمه پای ته ورسوي.

د TPS پروګرام مهاجرینو ته اجازه ورکوي، چې د جګړې، طبیعي پېښو یا نورو مسلو له کبله خپلو هېوادونو ته ستنېدا یې خوندي نده؛ نو د ایستلو پرمهال لنډمهاله معافیت او د کار جواز ترلاسه کوي.  

د فډرالي احصائیو له مخې؛ د تېر کال پر پرتله له ۸ زره څخه ډېر افغانان د TPS لپاره تائید شوي دي.

TPS د وروستی ځل لپاره په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره تمدید شو او ټاکل شوې وه، چې په می کې پای ته ورسیږي؛ خو که د ټرمپ حکومت یې د بل تمدید پرېکړه ونکړي.

AfghanEvac  هغه ډله ده، چې د افغانانو په ځای پر ځای کولو کې مرسته کوي. دې ډلې په ایکس پاڼه کې لیکلي: “دا پرېکړه  د منلو نده او څپه‌ییزې اوږدمهاله اغېزې به ولري.

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.

 

 

Continue Reading

تازه خبرونه

«غیرشرعي» غوښتنې نه‌منو- د اسلامي امارت رهبر

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنه‌کړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونه‌غولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.

هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.

ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسم‌ګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!