سیمه ییز خبرونه

د ټرمپ له خبرداري سره سره اسرائیل پر ایران تازه بریدونه وکړل؛ ایران هم توغندیز ځواب ورکړ

ټرمپ څو ساعته مخکې ویلي وه، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ نوي بریدونه به د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې پر خبرو اغېز ونه‌کړي.

Published

on

اسرائیل د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د ایران په لویدیځو او مرکزي سیمو کې یې پوځي هدفونه پر نښه کړي؛ دا کړنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بنیامین نتنیاهو غوښتي وه، چې له نورو بریدونو دې ډډه وکړي.

ټرمپ څو ساعته مخکې ویلي وه، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ نوي بریدونه به د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې پر خبرو اغېز ونه‌کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د وروستۍ پرېکړې کوونکی نتنیاهو نه، بلکې دی دی.

د ټرمپ د څرګندونو له مخې: د امریکا حکومت هڅه کوي، چې په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو پر درېدلو غواړي له ایران سره د یوې پراخې هوکړې لپاره زمینه برابره کړي؛ خو له دې سره-سره اسرائیلو د یکشنبې پر ورځ د امریکا له لوري د اوربند د طرحې له اعلان وروسته، د لومړي ځل لپاره د بیروت شاوخوا سیمې پر نښه کړې.

د دې برید په غبرګون کې ایران د اسرائیلو پر لوري څو توغندي وتوغول، چې د سولې د خبرو د راتلونکې په اړه یې اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي. سره له دې هم ټرمپ اوس د هوکړې د ترلاسه کېدو په اړه خوشبینه دی.

هغه له فایننشل ټایمز سره په مرکه کې ویلي: «دا بریدونه به پر هوکړه هیڅ اغېز ونه‌لري. پرېکړه کوونکی زه یم. ټولې پرېکړې زه کوم، نه نتنیاهو.»

له دې لږ وروسته د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ، چې په ایران کې یې څو پوځي هدفونه پر نښه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران هم ویلي، چې اسرائیلو د هوا له لارې پر بالسټیک توغندیو د ایران دننه ځینې هدفونه تر برید لاندې راوستي دي.

د تاوتریخوالي زیاتېدا د دوشنبې ورځې په راکړه – ورکړه کې د تېلو بیې تر درې سلنې ډېرې لوړې کړې او د برنټ اومو تېلو بیه یو ځل بیا له هر بېرل ۹۶ ډالرو واوښته.

سپاه پاسداران ویلي، چې د ناصرې ښار ته نږدې یې د «رامات داوید» هوايي اډه پر نښه کړې ده. د اسرائیلو پوځ هم ویلي، چې له ایران څخه توغول شوي توغندي یې شنډ کړي دي.

ټرمپ له نتنیاهو وغوښتل چې بریدونه ودروي

یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، چې ټرمپ او نتنیاهو د یکشنبې پر ورځ شاوخوا نیم ساعت ټیلیفوني خبرې وکړې. د دې خبرو نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

د اکسیوس د راپور له مخې: ټرمپ په دې ټیلیفوني خبرو کې له نتنیاهو غوښتي، چې له نورو بریدونو ډډه وکړي؛ ځکه دواړه لوري یوې هوکړې ته د رسېدا په درشل کې دي.

له هغه وخت راپدېخوا، چې امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل کړې؛ اسرائیلو په لبنان کې د حزب‌الله پر ضد خپل بریدونه روان ساتلي دي. اسرائیلي چارواکي وايي، چې له حزب‌الله سره جګړه د ایران له  خبرو بېله موضوع ده.

بل لوري ته تهران څو ځله ټینګار کړی، چې له امریکا سره هر راز هوکړه باید په لبنان کې د اوربند ټینګښت هم راونغاړي.

اسرائیلو په مارچ کې پر لبنان خپل پوځي عملیات پیل کړل او څرګندوي، چې موخه یې د ایران ملاتړو حزب‌الله ځواکونو پر ضد مبارزه ده.

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، چې د امریکا پوځي اډې او د اسرائیلو ګټې، د دښمنانه هڅو له کبله، د ایران مشروع هدفونه ګڼل کېږي.

له خبرو سره سره کړکېچ هم روان دی

ټرمپ څو ځله ویلي، چې واشنګټن او تهران د جګړې د پای ته رسولو یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

هغه له ان‌بي‌سي شبکې سره په مرکه کې ویلي: «یا مونږ هوکړې ته ډېر نږدې یوو او یا به له سخت غبرګون سره مخ شي.»

اسرائیل او حزب‌الله هم پر یو بل بریدونه روان ساتلي دي.

حزب‌الله ویلي، چې تر هغې به خپلې وسلې پر ځمکه نه‌ږدي، چې اسرائیلو خپل بریدونه نه‌وي درولي او له لبنان څخه نه‌وي وتلی.

په همدې حال کې د جګړې د پای ته رسولو، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه د امریکا او ایران خبرې روانې دي.

ایران د بندیزونو لغوه کېدل، د کنګل شویو شتمنیو آزادول او په هرمز تنګي کې د خپل رول پر رسمیت پېژندل غواړي. په داسې حال کې، چې امریکا ټینګار کوي هره هوکړه باید ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو راوګرځوي.

وروستي کړکېچونه ښيي، چې د خبرو اترو له پرمختګ سره – سره پوځي نښتې اوس هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کېدا پر وړاندې له سترو خنډونو څخه ګڼل کېږي.

Trending

Exit mobile version