تازه خبرونه

د ټولګټو وزارت د کابل- هرات او کندهار- زابل د لویو لارو د بیارغونې چارې پیل کړې

Published

on

Last Updated on: زمری ۹, ۱۴۰۱

د ټولګټو وزارت چارواکو ويلي، د هرات- کابل او کابل- سالنګ لویو لارو د بیارغونې چارې یې پیل کړي او د دې پروژې ټول لګښت به له کورني بودجې ورکړشي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دغو ټولو پروژو د بیارغونې لګښت به د ټولګټو وزارت لخوا ورکړ شي.

د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي: د هرات- کابل لویه لار ۹۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري؛ نو له همدې کبله مو پرېکړه وکړه، چې د دې لویې لارې د بیارغونې چارې له خصوصي سکتور سره پیل کړو.

دغه راز موتر چلوونکي او د سیمې اوسېدونکي د اسلامي امارت له دې هڅې هرکلی کوي او وايي، چې له دې وروسته به موتر چلوونکي له درندو او اضافي وزن لرونکیو موترو څخه، چې دغې لویې لارې ته زیان رسوي؛ ډډه وکړي.

یو موتر چلوونکی خليل الله وایي: چلوونکي بايد خپل موتر ډېر بار نکړي او څومره، چې معياري وي، بايد بار شي.

د يادونې ده، چې د کابل – هرات لويه لاره ٩٠٠ کيلومتره اوږدوالی او اووه متره سور لري؛ خو اوس د ترافيکي پېښو د مخنيوي لپاره د دغې لويې لارې عرض لس متره په پام کې نیول شوی دی.

Trending

Exit mobile version