تازه خبرونه

د ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی

دغه ديني عالم د دوشنبې پر ورځ د یوې غونډې پر مهال ټینګار کړی، چې په اسلام کې هیڅوک له قانونه پورته ندي او واکمن او لوړپوړي چارواکي هم د خپلو کړنو په اړه پر حساب ورکولو مکلف دي.

Published

on

د پاکستان نومیالي ديني عالم مفتي تقي عثماني د پاکستاني پوځ د مشرتابه په اړه پر وروستیو پرېکړو د نیوکې پر مهال ویلي، چې د پاکستان د پوځ ستردرستیز جنرال عاصم منیر ته د ټول عمر لپاره معافیت ورکول او محکمې ته د هغه نه حاضرول؛ د اسلام له اصولو او لارښوونو سره په ټکر کې دي.

دغه ديني عالم د دوشنبې پر ورځ د یوې غونډې پر مهال ټینګار کړی، چې په اسلام کې هیڅوک له قانونه پورته ندي او واکمن او لوړپوړي چارواکي هم د خپلو کړنو په اړه پر حساب ورکولو مکلف دي.

د مفتي تقي عثماني د څرګندونو له مخې؛ عدالت او حساب‌وړاندې کول د اسلامي نظام بنسټیز ارکان او ارزښتونه دي او زورواکو ته دايمي مصونیت ورکول د شریعت له روح سره سمون نلري.

مفتي تقي عثماني زیاته کړې؛ په قانون کې د خلکو او چارواکو ترمنځ توپیر رامنځته کول د ولسي باور د کمزورۍ او په ټولنه کې د بې‌عدالتۍ د پراخېدا لامل ګرځي.

هغه له اړوند ادارو وغوښتل، چې په سیاسي او پوځي پرېکړو کې اسلامي ارزښتونه، لارښوونې او د عدالت اصول په پام کې ونیسي.

د دې ديني عالم دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته شوي، چې په پاکستان کې د پوځ د رول او د پوځي مشرانو د صلاحیتونو د حدودو په اړه بحثونه له بېلابېلو غبرګونونو او نظرونو سره مخ شوي دي.

Trending

Exit mobile version