تازه خبرونه

د پاسپورټ د باطلېدا له کبله افغانستان ته سفر نشم کولی – ګنډاپور

نوموړي زیاته کړې: هڅه یې کړې، چې خپل پاسپورټ نوي کړي؛ خو پاکستانيو چارواکو هغه له دې کاره منع کړی دی.

Published

on

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین خان ګنډاپور ویلي، چې پاسپورټ یې د ۲۰۲۳ کال د می له نهمې راپدېخوا باطل شوی او له همدې کبله له اسلامي امارت سره د سولې خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر نشي کولی.

نوموړي زیاته کړې: هڅه یې کړې، چې خپل پاسپورټ نوي کړي؛ خو پاکستانيو چارواکو هغه له دې کاره منع کړی دی.

ګنډاپور وایي؛ غواړي د اسلامي امارت له چارواکو سره د سولې او امنیت په اړه خبرې وکړي، خو پر ملي کچه خبرې اترې د ولایتي حکومت له واکه وتلی کار دی.

دا څرګندونې له هغې وروسته شوي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان افغانستان ته د نوموړي پر سفر نه یوازې ټینګار کړی، بلکې غواړي له اسلامي امارت سره د ګډو مسلو او امنیت په اړه خبرې پیل کړي.

د ګنډاپور د څرګندونو له مخې؛ که عمران خان ورته امر وکړي، چې افغانستان ته له ویزې پرته ولاړ شي؛ نو دا کار به هم وکړي.

Trending

Exit mobile version