سیمه ییز خبرونه
د پاكستان استخبارات دې د افغانستان په چاروكې له لاس وهنې ډډه وكړي
د افغانستان د مشرانو جرگې مرستيال وايي:
ترهغې، چې د پاكستان استخبارات د افغانستان په چاروكې له لاس وهنې لاس وانه خلي، دا هېواد به په افغانستان كې د سولې په اړه روښانه دريځ خپل نه كړي.
د افغانستان د مشرانو جرگې يو شمېرغړي، چې تېره اوونۍ د پاكستان او افغانستان د پارلمانونو ترمنځ د خبرو په اوومه ناسته كې د گډون په موخه پا كستان ته تللي ول وايي:
د پاكستان له پارلمان او حكومتي چارواكو سره مو د افغانستان او پاكستان په اړه پر مهمو موضوعاتو خبرې كړي او له هغوى غوښتنه وشوه، چې:
پاكستان بايد خپلمنځي همكاري پياوړې كړي، د نشه يي توكو د كښت او قاچاق په وړاندې مبارزه، له ۲۰۱۴ز. كال وروسته د امنيتي تشي مخنيوى، د سولي بهير په برياليتوب او د افغانستان پر خاوره د توغنديو د توغولو په مخنيوي كې كوټلي گامونه واخلي.
د مشرانو جرگي منشي عبدالولي راجي وايي:
د پاكستان د پارلمان غړي هم د افغانستان په چارو كې د خپل حكومت په لاسوهنه نيوكه كوي او د سولې د بهير د برياليتوب په اړه يې افغان پلاوي ته د همكارۍ ډاډ وركړى دى.
د مشرانو جرگې مرستيال محمد علم ايزد يار له پاكستان څخه غواړي، چې د افغانستان په اړه ستراتيژۍ او سياست كې دې بدلون راوړي.
هغه وايي:
تر هغې، چې د افغانستان په چارو كې د آى.اس.آى لاس وهنه دوام ولري؛ هيڅ كله به هم پاكستان په افغانستان كې د سولې په اړه روښانه دريځ خپل نه كړي.
دا په داسي حال كې ده، چې په كابل كې تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنيت رييس په يوه ځانمرگي بريد كې، چې افغان چارواكو له پاكستان څخه د سولې پيغام راوړونكى بللى و ټپي شو. ولسمشر حامد كرزي دا بريد د پاكستان په كوټه كې تنظيم شوى وگڼلو او په دې اړه يې ټول اسناد خپل پاكستاني سيال ته د انقرې په اوومه ناسته كې سپارلي دي.