تازه خبرونه

د پانګونې د هوکړې لپاره به د ترکیې یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راشي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ ټاکل شوې، چې له ترکیې څخه به یو لوړ پوړی واکمن پلاوی د افغانستان له سوداګرو او نورو سکتوري وزارتونو سره د پانګونې د هوکړې په اړه کابل ته راشي.

دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې ويلي، چې نن د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي چارو رياست په ترکيه کې د افغانستان سفارت په همکارۍ اقتصادي غونډه وکړه.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې انلاين غونډه کې د نوي ولسي ګوند د اقتصادي چارو مشر محمد التواز او د ترکيې د کرنې، ساختماني او کانونو سکتورونو استازیو او د افغانستان په استازيتوب په غونډه کې د بهرنیو چارو، کانونو، سوداګرۍ، صنایعو، مالیې او د سوداګرۍ او صنایعو خونې استازیو ګډون کړی و.

دوی په افغانستان کې د کانونو، ترانسپورت، کرنې، د سوداګرۍ د فرصتونو او د صادراتو او وارداتو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د پانګونې او دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره د ګډې کاري ډلې پر جوړولو هوکړه وکړه او زیاتوي، چې له ترکیې څخه به یو باصلاحیته لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي، چې له افغان سوداګرو او نورو سکتوري وزارتونو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

Trending

Exit mobile version