تازه خبرونه

د پاکستاني پلاوي الوتکه په کابل کې د امنیتي ګواښونو له کبله بېرته ستنه شوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۴۰۰)

د پاکستان د ولسي جرګې د مشر اسد قیصر الوتکه د پنجشنبې پر ورځ ( د وري ۱۸) د افغانستان فضایي حریم ته له ننوتلو وروسته هغه مهال بېرته اسلام آباد ته ستنه شوه، چې د کابل هوایي ډګر په ځغاستلیکه کې چاودیدونکي توکي وموندل شول.

په کابل کې د پاکستان د ولسي جرګې د مشر په مشرۍ د پلاوي راتګ ته له څو ورځو راپدیخوا چمتووالی  روان وو او د پنچشنبې پر ورځ د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د هغو راتلو ته یو پلاوی په تمه و.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ویلي: تاسې خبر یاست، چې د پاکستان د ولسي جرګې مشر زمونږ د رسمي بلنې له مخې کابل ته رارسیږي او ښاغلی اسد قیصر د حکومت له لوړپوړیو چارواکو سره هم لېدنې لري.  

لږ شیبه وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر وویل؛ ناټو ځواکونو په هوايي ډګر کې د امنیتي ګواښونو راپور ورکړی، چې له کبله یې الوتکه د افغانستان له فضايي حریمه بېرته اسلام آباد ته ستنه او سفرلغوه شو.

په کابل کې د پاکستان سفیر ويلي، چې د اسد قیصر الوتکه د افغانستان فضايي حریم ته ننوتې وه؛ خو د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر په ځغاستلیکه کې چاودیدونکي توکي وموندل شول، چې له کبله یې الوتکه اسلام آباد ته ستنه شوه او سفر یې  د امنیتي ګواښونو له امله لغوه شو.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وایي: کله، چې الوتکه په اسلام آباد کې کښته شړه له افغان لوري سره یې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان شرایط د درک وړ دي او ډېر ژر به کابل ته سفر وکړي.

د ولسي جرګې غړيو ويلي، چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر په ځغاستلیکه کې د چاودیدونکو توکو د موندل کیدو موضوع به یو پلاوي وڅېړي.

د ولسي جرګې د دارالانشا مشر عبدالقادر ځاځي وطن دوست ویلي: د ولسي جرګې غړي اداري پلاوی په هوایي ډګر کې دی. پرېکړه پدې وشوه، چې وروسته به دا موضوع د یوه پلاوي لخوا وڅېړل شي؛ خو دمګړۍ ناټو د امنیتي ګواښونو له کبله دغه سغر لغو کړی دی.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر مسوولینو ويلي، چې په ډګر کې د چاودیدونکیو تو په اړه د ناټو له خبرداري وروسته څو ساعته دا ډګر د الوتنو ر مخ وتړل شو.

مسوولینو ويلي، چې دا چاودیدوني توکي د پخواني پاتې ول.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان ریاض آرین څرګنده کړې: څلږېښت دقیقې مخکې د همغږۍ برخې احوال راکړ، چې ناټو ځواکونو د هوایي ډګر په یوه ځغاستلیکه کې د رغونې پر مهال چاودېدونکي توکي وموندل او له همدې کبله ټولې الوتنې ودرېدې.  

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګرعملیاتي مسوول توریالی تکل وایي: د ټولو خلکو خوندیتوب مو لومړیتوب دی. تر هغې، چې ګواښ وي؛ الوتکې ته د راکښته کېدو اجازه نشته.  

ټاکل شوې وه، چې د پاکستان د ولسي جرګې مشر اسد قیصر د افغانستان د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني په رسمي بلنه نن ( پنجشنبه ) پر درې ورځني سفر کابل ته راشي.

Trending

Exit mobile version