تازه خبرونه

د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې سلګونه افغان ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

د راپور له مخې؛ د جنورۍ له لومړۍ څخه د مارچ تر پایه پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي ډیورند کرښې په اوږدو کې ۹۵ امنیتي پېښې ثبت او تر ټولو ډېر تلفات په کابل، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ز.کال کال په لومړیو درې میاشتو کې شاوخوا ۸۰۰ ملکي وګړي په افغانستان کې د پاکستان د اړوند بریدونو او نښتو له کبله وژل شوي او ټپیان دي.

د راپور له مخې؛ د جنورۍ له لومړۍ څخه د مارچ تر پایه پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي ډیورند کرښې په اوږدو کې ۹۵ امنیتي پېښې ثبت او تر ټولو ډېر تلفات په کابل، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

یوناما ویلي، چې ښځې او ماشومان هم قربانیانو کې دي.

په راپور کې راغلي، چې د وسلوالو نښتو له کبله له ۷۵۰ څخه ډېر ملکي تلفات مستند شوي، چې د افغانستان امنیتي ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو پایله ده.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ ۶۴ سلنه تلفات د هوايي بریدونو او ۳۵ سلنه نور د توغندیزو بریدونو له کبله رامنځته شوي دي.

یوناما زیاته کړې؛ د دې نښتو له کبله شاوخوا ۹۴ زره کسان، چې له ۱۳ زره څخه ډېرې کورنۍ کېږي، بې‌ځایه شوي او د خلکو کورونه، ښوونځي، جوماتونه او عامې شتمنۍ زیانمنې شوې دي.

دې ادارې د ۲۰۲۶ ز.کال په مارچ کې د کابل د روږدو د درملنې پر مرکز هوايي برید د دې مودې له تر ټولو مرګونو پېښو څخه بللی دی.

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتي، چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو درناوی وکړي او له ملکي سیمو د هدف ګرځولو څخه ډډه وکړي.

همدارنګه د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ادعا کړې، چې په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه د افغانستان له لارې او د هند پر ملاتړ ترسره کېږي؛ خو افغان چارواکو تل د پاکستانیو چارواکو دا تورونه رد کړي او د پاکستان ناامني یې د هغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

Trending

Exit mobile version