تازه خبرونه
د پاکستان استازی محمد صادق خان کابل ته سفر کوي
په راپور کې ویل شوي، چې د ډیپلوماټیکو سرچینو پر بنسټ صادق خان به په دې سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د افغانستان په خاوره کې د TTP غړو ته د پناه ورکولو او د هند لهخوا دهغوی د ملاتړ مسله راپورته کړي.
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې کابل ته سفر وکړي او د اسلامي امارت چارواکو ته به د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په اړه د افغانستان له ملاتړ څخه د اسلامآباد پیغام وړاندې ورسوي.
په راپور کې ویل شوي، چې د ډیپلوماټیکو سرچینو پر بنسټ صادق خان به په دې سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د افغانستان په خاوره کې د TTP غړو ته د پناه ورکولو او د هند لهخوا دهغوی د ملاتړ مسله راپورته کړي.
دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې پاکستان ادعا کوي؛ تحریک طالبان پاکستان له هند څخه د پیسو، پوځي روزنې او تجهیزاتو په ترلاسه کولو سره په پاکستان کې د خونړیو بریدونو تر شا اصلي عامل دی.
اسلامآباد دا هم ویلي، چې دوی اسلامي امارت ته د هند د رول او په افغانستان کې د TTP د شتون په اړه کافي اسناد او شواهد ورکړي دي.
له دې پېښو وروسته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د پښتونخوا بنو ته د سفر پرمهال خبرداری ورکړی: “کابل باید پرېکړه وکړي، چې له وسلوالو سره پاتې کیږي او که له پاکستان سره. مونږ ته پدې اړه زغم د منلو وړ ندی.”
هغه ټینګار وکړ: هر هغه څوک، چې د بهرنیو عناصرو پر ګټه خبرې کوي یا د دوی لپاره د آسانتیا رول لوبوي؛ د دوی وسیله به وګڼل شي او په ورته ژبه به ځواب ورکړ شي.
اسلامي اسلامي امارت پرلهپسې د پاکستان دغه راز ادعا رد کړي او ویلي یې دي، چې هیڅ وسلوالې ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي.
دا ډیپلوماټیکې هڅې په داسې حال کې ګړندۍ شوي، چې د وږي له نولسمې څخه تر دوهویشتمې په خیبر پښتونخوا کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال لږ تر لږه ۱۹ پاکستاني سرتېري او ۴۵ وسلوال وژل شوي دي.