تازه خبرونه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ باید اوربند وساتل شي – اردوغان

د ترکیې د مخابراتو ریاست د څرګندونو له مخې؛ اردوغان په هغه لیدنه کې، چې د شنبې پر ورځ د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې ترسره شوې؛ ویلي: “ترکیه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی له نږدې څاري.”

Published

on

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ترکیې د مخابراتو ریاست د څرګندونو له مخې؛ اردوغان په هغه لیدنه کې، چې د شنبې پر ورځ د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې ترسره شوې؛ ویلي: “ترکیه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی له نږدې څاري.”

هغه هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترکیې پر منځګړیتوب ترسره کېدونکې خبرې اترې به د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي… او  انقره به له دې بهیر ملاتړ ته روان وساتي.

اردوغان دا هم ویلي، چې ترکیه او پاکستان د سوداګرۍ، انرژۍ او دفاعي صنعتونو په برخو کې همکاري پراخوي.

هغه په ​​غزه کې هم د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې دا مسله باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې وڅارل شي.

اردوګان او شریف د آذربایجان جمهوریت په “بریاورځې” مراسمو کې د ګډون لپاره باکو ته تللي وه او په پوځي اړوند مراسمو کې یې هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې په استانبول کې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ د درېیم پړاو دوه ورځنۍ خبرې اترې د پاکستاني لوري د “غیر مسوولانه روحیې او نه همکارۍ” له کبله پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې.

مجاهد زیاته کړې؛ د اسلامي امارت پلاوي د نومبر پر شپږمه او اوومه د استانبول په خبرو اترو کې په ښه نیت ګډون وکړ.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د خبرو اترو په بهیر کې پاکستاني پلاوي د خپل امنیت پورې اړوند ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته نسبت ورکړ. په داسې حال کې، چې د افغانستان یا د پاکستان د امنیت لپاره په اړه یې هیڅ مسوولیت ته غاړه کېنښوده او له منلو څخه یې انکار وکړ.

مجاهد ټینګار کړی؛ اسلامي امارت خپل اصولي دریځ ته ژمن دی او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي او په ورته وخت کې به هیڅ هېواد ته اجازه ورنکړي، چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د خپلواکۍ او امنیت پر ضد ګام پورته او یا ترې  ملاتړ وکړي.

هغه ويلي، چې د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي او اسلامي امارت ورته د سولې او خیر نيت او هيله لري؛ خو د افغانستان د خلکو او خاورې دفاع خپله “ديني او ملي دنده” ګڼي او د هر ډول تېري پر وړاندې به له هېواد څخه دفاع وکړي.

Trending

Exit mobile version